
ولسمشر غني د بېلابېلو ولایتونو ازادو خبریالانو غونډې ته د وینا پرمهال زورواکان له موږکانو سره تشبیه کړل. هغه وویل، له کومې ورځې چې د کورنیو چارو وزارت د یو څو غلو او زورواکانو لېست خپور کړی، نو لکه موږکان په غارونو ننوتلي دي.
زورواکان رښتیا هم موږکان دي، ځکه حقیقي زور له خدای او ولس سره دی. مګر دغه غیر مسوول وسله وال او غله چې خلک یې زورواکان یادوي، دوی که زورواکان وای، نو خپل زور به یې د وطن د ابادۍ او د خلکو د هوسایۍ په لاره کې کارولی وای.
دوی به د خپل زور پر مټ خلکو ته د ارام او هوسا ژوند زمینه برابره کړې وای. خپل ولس به یې د طالب، ترهګر او داعش له ظلمونو او وحشتونو ژغورلي وای. دوی که رښتیا هم زورواکي وای، نو زموږ د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر به د ترهګرو مبارزې ته په مېړانه ور وتلي وای.
دوی ځکه زورواکان نه دي چې له دوی څخه ولس تر پوزې راغلی. دوی خلک ځوروي، له خلکو باج اخلي، شتمنۍ یې لوټي، ځمکې یې غصبوي. دوی یا په خپله مافیایي کړۍ دي او یا هم د مافیایي کړیو غړي دي. دوی یو عذاب دی. دوی افت دي، دوی له غلا، باج او د خلکو له ځورولو مه واره بل هیڅ فکر هم نه لري.
حکومت د دوی په ځپلو پسې کلکه را اخیستې ده. امنیتي او دفاعي ځواکونو دوی ته اخطار ورکړی او واضح یې ورته ویلي دي چې که په خپله خوښه تسلیم شول او د ځانونو سپیناوی یې وکړ، نو په دې شرط به پرېښودل شي چې په راتلونکي کې دغسې جنایتونه ترسره نه کړي، مګر له له خپلو کړنو وانه وړي، نو دوی به مجازات شي او دوی به د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري سخت وځپل شي.
ولس دې د دوی پروا نه لري، د دوی له منځه وړلو او د دوی له شرارت څخه د نجات لپاره دې له حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکار شي. د دوی پټنځایونه دې امنیتي ځواکونو ته ور وښیي. دوی به په هیڅ ځای کې هم خوندي نشي، ځکه حکومت په هیڅ شرط هم نه پرېږدي، له دوی او بل هر هغه چا سره چې زموږ د امنیت او نظم د ګډوډولو کوښښ وکړي امنیتي او دفاعي ځواکونه به له هغوی سره د دښمن او ترهګر په څېر چلند وکړي.
هر هغه څوک چې زموږ د هیواد او ولس په خلاف د کوم ناوړه عمل او کار اراده ولري او یا اقدام وکړي، نو هغه سره به د دښمن په څېر چلند وشي، یا به ووژل شي او یا به هم تر نیولو وروسته مجازات شي. افغانستان باید عادي حالت ته ور ستون شي، زموږ خلک حق لري چې له څلوېښت کاله جنګ او نارامۍ وروسته ارام او هوسا ژوند وکړي. د دې لپاره باید د عامه نظم د خرابوالي ټول کورني او بهرني عاملین له منځه یووړل شي. پیل باید له کورنیو عاملینو څخه ځکه وشي، چې دوی د لستوني د مار په څېر په داخل کې دي. دوی خطرناک دي، ځکه هر خرابي او وراني ته لاسرسی لري او په اسانه کولی شي خپلو شومو موخو ته ورسېږي، نو له دې امله به ښارونه د دوی له شتون او د دوی له تهدید څخه پاک او خوندي شي.