پر ټاکنیزو ټکټونو د ولسمشر غني اغېز

په تېرو دوه دورو ولسمشریزو ټاکنو کې به هر سړی بې چوخسه او بې اندېښنې ولاړ او د ولسمشرۍ ټاکنو کې به یې د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه. که به ښه په دې پوهېده هم چې د بریا ذره چانس هم نه لري، مګر په دې به ډاډه و چې له کرزي صاحب څخه باج او امتیاز اخیستلی شي، که نور هیڅ نه وي څو لکه ډالر او یا حداقل یو وزارت خو ورکوي.

مګر دا ځل د نوماندو کار او روزګار بېخي خراب دی. لومړی خو ډېر چندان نوم لیکنې ته زړه نه ښه کوي، ځکه دوی ښه پوهېږي چې له ولسمشر غني سره د پاکۍ، ظرفیت او هیڅ پلوه هم د سیالۍ وړ نه دي او نه هم ورسره رقابت کولی شي. دویم دا چې ولسمشر غني د کرزي غوندې هم نه دی چې خپل سیالان او رقیبان دې په امتیازونو او باجونو د ځان ملګري او نرم کړي.

له همدې امله د ولسمشرۍ د احتمالي نوماندانو د نوم لیکنې بهیر سخت پڅ روان دی. مګر دغه وضعیت د هیواد په ګټه ده، ځکه څومره چې د ولسمشرۍ احتمالي نوماندان کم وي، نو همغومره هم د حکومت، هم د ولس او هم د ټاکنیزو کمېسیونونو په ګټه ده. د حکومت لپاره یې ګټه داده چې دوی په اسانۍ د محدودو نوماندانو امنیت ساتلی شي او دوی ته د کمپاین او سیالیو لپاره قانوني او لازمې اسانتیاوې ورکولی شي.

د ولس لپاره یې ګټه داده چې دوی په محدودو نوماندانو کې ښه او دقیق انتخاب کولی شي. خلک او ولسونه په ژبو، سمتونو او قومونو نه وېشل کېږي، بلکې دوی د ارزښت او معیار په اساس د خپلې خوښې نوماند ته هم کمپاین کوي او هم ورته رایې ورکوي.

د ټاکنیزو کمېسیونو لپاره د محدودو نوماندانو ګټه داده چې له اقتصادي پلوه به د ټاکنو محدودې پاڼې د رای ورکولو لپاره چاپ شي، محدودې په دې مانا چې د رایو ورکولو کتاب یا کتابچه به نه وي چې څو مخونه دې ولري، بلکې ممکن ټول نوماندان په یو یا دوه مخونو کې ځای شي.

د دې ګټه داده چې هم به له مالي پلوه لګښت لږ ورباندې راشي، هم به عام خلک د خپلې خوښې نوماند د رایو ورکولو په ورځ په اسانۍ پیدا او د هغه د عکس مخې ته به د رای ورکولو لپاره نښه وکړي او هم به د دغوپاڼو لېږد او انتقال سیمو او ولایتونو ته اسانه وي او په لویه کې به د ټاکنو مدیریت اسانه شي.

همدارنګه د رایو شمېرل به هم زیات وخت ونه نیسي. نظارت به په ښه توګه ترسره شي، ځکه څومره چې نوماندان زیاتېږي، نو همغومره ورسره د نظارت بیروبار زیاتېږي، مګر څومره چې نوماندان کم وي، نو د ناظرینو شمېر به هم کم وي او کم شمېر ناظرین د رایو ورکولو په هر مرکز کې له نږدې او په اسانه دقیقه څارنه کولی شي.

لنډه دا چې د ولسمشر محمد اشرف غني نوماندي او حضور ټول ګټه ګټه دی. دغه ګټور انسان دې بیا هم بریالی وي، ځکه افغانستان په دغو ستونزمنو شرایطو کې د هغه برنامو او خدمات ته زیاته اړتیا لري. هغه باید خپلې پیل شوې اقتصادي او زیربنایي پروژې بشپړې کړي چې هیواد او هیوادوال مو د پرمختګ او هوساینې خواږه وڅکي او د نورو له احتیاجه خلاص شي.