یو بام او دوه هوا

تیر کال هغه وخت چی دی رسول پاک کاریکاتور په دینمارک خپور شوی نو هفه مهال زه په المان کی په درس بوخت وم ، اوپه کومه ورځ چی په ټوله نړی کی دد کار دی غندلو لپاره مظاهری روانی وی نو یو استاد مانه اوپښتل چی دا خلک ولی مظاهر کوی او ولی دومر په غوصه دی نو ماورته په ځواب کی وویل چی دادی روسول پاک هغه غښتلی امت دی چی غواړی خپل ستر لارښود ته شوی سپکاوی په کلکه وغندی ،او دنیا ته دا وښی چی اسلامی امت هیڅ کله د خپلو مقدساتو سپکاوی نشی زغملای ، نو هغه ماته په ځواب کی داسی وویل چی ځوانه احساساتی کیږه مه د داسی کاریکاتورونو جوړول زمونږ هغه قانونی حق دی چی دیموکراسی ا
و دبیان ازادی مونږته راکړی او داس لاریونونه زمونږ نه دا حق نشی اخیستلای ،او زیاته یی کړه چی تاسو هم هڅه وکړی چی ستاسو ټولنی هم له دیموکراسی او دبیان له ازادی نه برخمنی شی نو ماورته په ځواب کی وویل چی دا دی دیمکراسی او دبیان د ازادی په نامه کوم سپکاوی چی تاسو کوی دا دی تاسو ته مبا رک وی ، مونږ همداسی ښه یو .
لدی پیښینه لا یو کال نه وه تیر شوی چی دامریکا دمتحده ایالاتو په فلوریدا ایالات کی یو بل جاهل را پورته شو اوغوښتل یی چی ددیموکراسی فردی او دبیان دازادی نه په ګټی پورته کولو سره قران کریم ته اور واچوی، او یو بل ستر سپکاوی داسلام مقدساتو ته وکړی ،نو څرنکه چی دا موضوع د نړی په مطبوعا تو کی ډیره ګرمه ده ،نو دسیاسی اقتصاد پروفییسر ددرس په جریان کی غوښتل په همدی موضوع باندی وغږیږی نو چی کله بحث پیل شو نو هر چا خپل خپل نظرونه ورکړل نو د بحث په ورستی برخه کی، بیاهم د جهالت او حمقات نښی په زاړه او دکینی نه ډک پروفیسر کی راڅرکنده شوی او داسی وویل چی دیموکراسی
او دبیان ازادی ټیری جان (چاچی د قران کریم دسوزولو اراده کړی وه)ته دا حق ورکوی چی داسی یو کار تر سره کړی .
اوس رازو اصل مطلب ته او هغه دا چی تیره ورځ د فرانسی د سنا مجلس هغه لایحه تصویب کړه چی په عملی کولو سره به یی مسلمان ښځی نشی کولای چی په عامه ځایونو، حکومتی ادارو او دسیل اوسیاحت ځایونو ته د اسلامی حجاب سره ولاړی شی ، دا لایحه چی د جولای په میاشت کی پارلمان تصویب کړی وه ، دفرانسی د عدلی وزیر دا یو ستره لاسته راوړنه وبلله ،نواوس دیموکراسی فردی ازادی او دبیان ازادی څه شوه ، په فرانسه کی ۶،۴میلیونه مسلمانان ژوند کوی چی په دی کی یی ۱۹ په سلو کی حجاب په سروی چی تعداد یی څه باندی یومیلیون ته رسیږی نو دادسی یو لایحی تصویب چی دمسلمانو ښځونه دحجاب اغوستلو مسالم حق اخلی، دفردی ازادی او دیموکراسی خلاف کار ندی نواوس ولی ټوله نړی چپ پاتی ده ، ولی دیموکراسی نه دفاع نکوی ولی دبی وسه اوبی کسه مسلمانانو حق نه غواړی ،
خودا څه نوی خبره نه دی دیموکراسی او فردی ازادی شعار هغه دفریب اودوکی نه ډک شعار دی چی غربی نړی همیش داسلامی اصولو پر خلاف کارولی دی ،په اسلامی نړی کی د ښځو د حقونو غوښتل او هغوی ته د ازادی ورکول د همدی شعار کار دی ، خو بیا بل لوری ته چی کله په غربی هیوادونو کی دمسلمانو ښځونه دهغوی مسلم حقونو اخیستل کیږی نوبیا هم دا شعار د هغه چا ملاتړ کوی چی د اسلامی اوصولو په مقابل کی ولاړ وی ،اوهمدارنکه په اسلامی هیوادنو کی چی کله مسیحیان، هندوان ، بودایان او دارنګه دنور مذاهبو پیروان چی کله د معابدو،دمذهبی مراسیموداداکولو،داسلامی حکومتونو په ټولو ادارو کی د
برخه اخیستلولپاره چی کله هم غږ پورته کړی نو دادیموکراسی اصیل بچیان به یی د ټولو امکاناتو سره تر شا ولاړ وی ، خو چی کله په سویس که مسجدونو په منارو بندیز لکول کیږی ،او په اکثره غربی هیوادو کی په لوړ غږ اذان باندی صرف ددی لپاره چی خلک په تکلیفوی بندیز لکول کیږی نوبیاهم دا غربی دیموکراسی چپ پاتی کیږی
نو اصلی خبره داده چی دیموکراسی او رسره تړلی دبیان اوفردی ازادی هغه کلمی دی چی دمختلفو حالاتو اوشرایطو په نظر کی نیولو سره په مختلف ډول کارول کیږی .
خو یوه خبره ثابته ده او هغه دا چی هر کله دا کلمی په کارول کیږی نو داسلام او اسلامی اصولوپه خلاف به کارول کیږی ،او ستر هڅه به یی دا وی تر څو داسلام ددین د خپریدلو مخه ونیسی