
احمدزی ]مهرباني به مو وي که ویونکو ته ځان ور وپیژنئ
دارلامان ]زه دار الامان قصر دکابل دښارغرب ته په ۸ کیلو مترۍ کې د د چهاردي په سیمه کې د افشارو په غونډۍ باندې ځای لرم ،په ۱۳۰۴ هجري لمریز کال کښې مې د ودانۍ کار پیل او په ۱۳۰۶ کال کې بشپړ شوم ،زه په خپله غیږه کې ۱۵۰ خونې لرم
احمدزی ]ډیره مننه اوس که دا راته ووایې چې ستاسو د ودانولو افتخار د چا په نصیب دی
دار لامان ] د ستر غازي امان الله خان ، زما تعمیر د غازي امان الله خان د د وطن دوستۍ او ترقي غوښتنې یو ستره بیلګه ده
احمدزی]مننه که دخپل ژوند له حالاتو مو لږ خبر کړئ
دارلامان]دې خپل ژوند لومړۍ ۲ کاله مې ډیر په خوند تیر کړه ، خو کله چې د سقو زوی راغی نو مانه یې هر څه واخیستل زما شان او شوکت ختم شو ، خو دې هر څه سره په دې خوښ یم چې د وطن اصیلو بچیانو هغه هم تر ډیره پرې نښوده کني زه خو به لا ډیر پخوا ویجاړ شوی وم ، دپښتنو بچیانو سره مې ښه وخت تیر کړ غازی نادرخان ،ظاهر خان یې سردار داود خان د ا ټول غښتلي په ما او په وطن مین خلک وه ، لنډه دا چې ټول پښتانه زما په قدر پوه وه ، زه یې ساتلم ، زما یې خیال ساته ، زما احوال ته به راتلل زه به یې نازولم اوس دې خدای دو ونازوي
خدای توبه کله چې د ډاکترصیب نجیت حکومت سقوط وکړه نو یوه وحشي بې فرهنګه غله فاسده ډله پر ما حاکمه شوه چې ماته یې زما دې ماشوم توب دوره را په زړه کړه دې دواړو ډلو هیڅ توپیر نه در لوده یو شان دبې فرهنګۍ کچه یو شان د چور او تالا کولو انداز یو شان فاجر او فاسق خلصتونه ، خلاصه داچې ما داسې فکر کاوه چی د سقاوي مکتب یو بله دوره فارغه او ټولنې ته د چور او چپاول لپاره وړاندی شوه ، تر څو هغه هر څه د خاورو سره خاورې کړي کوم چې پښتنو بچیانو په ډیره میړانه د خپلې مور په غیږ کې ودان کړي وه ، او زما ځواني هم همدغه مهال د خاورو سره خاورې شوه.
احمدزی]دژوند خوږه او تر خه خاطره مو
دارلامان]زما دژوند دا ستره خوږه خاطره ده چې زه د غازي اما الله خان په لاسونو ودان شوم ، او زما نوم دافغانستان د استقلال د ورځې سره تر اوسه څه نا څه یا دیږي ،او زما دژند تر ټولو تر خه خاطره دمسعود د نامه سره تړلې ده دا هغه ستر خاین دی چې زه یې دې حالت را ورسولم ، زما ټوله دارایې یې چور کړه او بیاهم لکه د خپل پلار په شان زما ورانولو ته ملا وتړله ، ماهم چې له پښتنو سره ډیر وخت تیر کړی او دهمدې غیرتې قوم عادت راکې پاتې دی تر دې حالته چې ټول بدن مې سوری سوری شو بیاهم ددې ځناورو په وړاندې مقاومت وکړ ا و همداسې ولاړ پاتې شوم او پرې مې نښوده چې ددې ځناورو ستره ارزو چې زما نسکوریدل وه پوره شي خو اوس زه هم نور کمزوری شوی یم د پوښتنې مې څوک نشته ،په خپل حال چې سوری سوری پروت یم او دپوښتنې می هم څوک نشته ژړا راشي ، او کله خو په چیغو چیغو وژاړم، خو بیا چې کله د ا پښتانه وګورم چې حال یې له ما بدتر دی نو ځان رانه هیر شي او ددوی په فکرشم ، داځکه چې زما سوکالي اوخوشالي پښتنو سره چې ددې خاورې اصلي بچیان دي تړلې ده
احمدزی ]کله به راشي چې بیرته ودان شې
دارالامان]ما تاسو ته وویل چې زما ابادي پښتنو سره تړلې ده که چیرې زما پښتانه چې اوس دې هرې خوانه په مصیبتنونو کې راګیر دي لږ په ارام شي نو لرې نده چې زه به یو ځل بیا په نړیواله کچه د خپلو همځولو سره دې سیالۍ جوګه شي او اوس چې فکر کوم انشا الله دا وخت په رارسیدو دی
احمدزی]په اخر کې څه پیغام لرې
دارالامان]ولې نه زما د ټولو تاریخي ودانیو نه دا هیله ده چې هر هغه څوک چې د پښتنو سره دښمني کوي خپل خواته نږدې مه پریږدئ
او ځوانه ته خو هم پښتون یې ، نو یو خبره درته کو م اوهغه دا چې اول په ټولو پښتنوباندې زما سلامونه وایه ، او بیا ورته وایه چې خدای ته وګورئ نور دا هر څه بس کړئ ، سره یو شئاو دنیا ولړزوئ ، نه چې په بې اتفاقۍ کې مو دنیا تاسې داسې ولړزوي چې نابود مو کړي
هوښیار شئ ، خپل دوست او دښمن وپيژنئ ، زدکړې ته مخه کړئ نه دا چې ښوونځي وران کړئ، بس دردونه زیات دي
خو هم دومره بس دي
احمدزی]ښه نو ډیره مننه
افغانستان زنده باد