پاکستان په دوه لومو کې نښتی

پاکستان هغه هوښیاره مرغۍ ده چې په دوه لومو کې نښتې دی، یوه لومه یې داخلي ناورین دی چې پښتانه یې پر ضد راپارېدلي او د قبایلو پر وړاندې د پنجاب د ظلم او وحشت د ودرولو غوښتنه کوي او دویمه لومه د ترهګرۍ او افراطیت تولید او پالنه ده چې ان نړۍ یې له شر څخه خوندي نه ده.

سره له دې چې پاکستان له دغو دواړو لومو د خلاصېدو لپاره لاس او پښې وهي، مګر دا به یې په وس نه وي چې په اسانۍ دې له دغو لومو څخه ځان خلاص کړي. له دې لومو څخه د ځان خلاصولو دوه اسانه او ارزانه لارې شته او هغه دادي چې پاکستان خپل دریځ بدل کړي. له ظلم، وحشت او ترور څخه لاس واخلي، له سیمې او نړۍ سره پر دوستانه مناسباتو باور ولري او په همدغه اساس خپلې اړیکې عیارې کړي، مګر پاکستان دا کارنه کوي.

لکه څنګه چې پاکستان له لومړي سره د یو قرارداد، توطیې او دسیسې په اساس رامنځته شوی، نو همداسې توطیو ته ادامه ورکوي او له دغو توطیو څخه یې هیڅوک هم خوندي نه دي، په ځانګړي ډول افغانستان د پاکستان له دسیسو څخه زیات متضرر دی، ځکه په هیواد کې روانه جګړه د پاکستان په مستقیم ملاتړ ادامه لري.

د منظور احمد پشتین په مشرۍ قبایلي پښتانه د پاکستان پر ضد را پارېدلي دي که څه هم دوی هره ورځ د پنجاب ظلمونه او وحشتونه ګالي، خو دوی لا هم خپل اعتراضونه او لاریونونه په مدني اوسوله ییزه توګه پرمخ بیایي او په هره غونډه او لاریونو کې د پاکستان د ظلمونو او وحشتونو ننداره د پاکستان او نړۍ مخته په ډېر جرئت ږدي. د روان کال په جنوري کې د ټانګ په سیمه کې جوړه شوې لویه غونډه کې منظور پشتین د پاکستان او پنجاب ظلمونو او قتلونو ته په اشارې وویل: ” دوی طاهر داوړ جې ایس پي و معاف نه کړو ځکه چې هغه د دوی غلامي نه منله.نقیب مسعود یې وړی و او ښه یې شکنجه کړی وو بیا یې کور ته راوړ او په سوکانو یې مړ کړ او بیا یې کورنۍ ته اخطار ورکړ چې داسې ځای به یې ښخوئ چې څوک یې پیدا نه کړي. ولې پښتنو مېندو خپل بچیان د دې لپاره لوی کړي دي چې تاسې پرې لوبې وکړئ، خپلې پروژې پرې عملي کړئ. له دې نه پس به داسې کار نشي کېدای. د چا مو چې بچیان وژلي که هغه عام ولس دی او که هغه قومي مشران دي د یوه یوه حساب به راکوې.“

نوموړي دا هم وویل چې: ”مکار ریاست زمونږ ملګري په لارو کې د جلسې ته د راتګ نه منعې کړي او درولي یې دي. ریاست ډېر کوشش وکړو چې مونږ واخلي، پي ټي ایم چپه کړي. خو تاسو ته معلومه ده پي ټي ایم ولې چپه او ختم نه شو ځکه چې تاسې ورسره یاست. تاسې غوندې ویاړلي ځوانان او پېغلې ورسره یاست. انشاالله پښتون به ښه ژوند ولري ډېر ژر به له دې غلامۍ څخه خلاص شو او زه به نه خرڅ شم نه به بدل شم او نه به د پښتنو له حقونو څخه تېر شم. دلته په پښتنو مبارزینو باندې مختلف تورونه لګېږي او په مختلفو نومونو بندیان کیږي. مه ډاریږئ. خپله مبارزه جاري وساتئ. زمونږ سکولونه او کالجونه په پوځي چاوڼیو بدل شوي دي. تعلیم درڅخه اخلي پښتنو! زمونږ ټول بازارونه یې ختم کړي. د پښتنو کاروبارونه یې تباه کړل دې مکار ریاست.

ښاغلي منظور احمد پشتین د خپلې وینا په برخه کې په ټینګار سره وویل چې دوی له خپلو حقونو او غوښتنو څخه په شاکېدونکي نه دي:” مونږ ځکه خاموشه یو چې لږ را منظم شو بیا به لخیره په هر قیمت خپل حق غواړو. زمونږ د مړو او د ژوندو حساب به غواړو.

زمونږ کورونه یې په ډزو ویشتي دي. زمونږ غرونه یې بمبار کړي دي. د ټولو حساب به ورڅخه په نره غواړو.په هر کلي کې یوه کمېټه جوړه کړئ، بیا د هرې ضلعې په سر یوه کمېټه. بیا د هر ښار په سر یوه کمېټه. انشاالله بیا به په لکونو تعداد د اسلام اباد د نیولو تابیا کوو او ټول اسلام اباد به بندوو. دا ځل به تاسې وګورئ چې د پښتنو ولس سره اسلام اباد ته خپل سرکاري افسران هم روان شي بیا به یو انقلاب راشي. د پولیسو افسران او د پوځ افسران به هم راځي د دوی پوځ به مات شي پدې سره.“

پاکستان که له یوې خوا له داخلي فشار سره مخ دی، نو له بل لوري د امریکا متحدو ایالتونو له لوري ورباندې د ترهګرو د ملاتړۍ تور او فشار دی او پاکستان ته یې اخطار ورکړئ چې که د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي، نو فشارونه او اقتصادي بندیزونه به ورباندې زیات کړي او له امله به یې پاکستان هم له ستونزو سره مخ شي او هم به په نړیواله کچه منزوي شي.