ټاکنیزو کمېسیونونو کې د پراخو اصلاحاتو اړتیا

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني له لومړي سره د ټاکنو روڼتیا ته ژمن و او په همدې موخه یې په لږ وخت کې د ټاکنو کمېسیون لپاره ټولې اړتیاوې برابرې کړې، حتی په وروستیو ورځو کې یې د ګوندونو غوښتنې ته د درناوي او د ټاکنو د شفافیت د لاښه تامین په موخه بایمیتریک وسایل برابر او د کمېسیون په اختیار کې ورکړل.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې د بایمیتریک وسیلې استفادې ته زمینه برابره شوه، خو درېغه چې کمېسیون د خپل کمزوري مدیریت له امله نه یوازې دغه پرمختللې وسیله په ښه توګه ونشوه کارولی، بلکې له لویه سره یې د ټاکنو مدیریت په ښه توګه ترسره نشو کړای.

حکومت له رای اچونې څو ورځې وړاندې خپل تخنیکي او امنیتي تدابیر نیولي وو او کمېسیون چې څه ډول ملاتړ او اسانتیاوې غوښتې، نو حکومت ټولې ورته برابرې کړې، تر څو ولس په ډاډه زړه خپله رای د خپلې خوښې نوماند ته وکاروي.

په ځینو ځایونو کې زورواکان او خپله نوماندان د ټاکنو ملي پروسې د اخلال لامل شول، ځکه دوی هر څه په خپل انحصار کې اخیستي وو او عامو خلکو ته یې د رای ورکولو اجازه نه ورکوله، دوی له ځینو محلي مامورینو سره د پیسو په بدل کې جوړ جاړی کړی وو او له همدې امله په ځینو سیمو کې عام ولس د رای ورکولو له حقه محروم پاتې شو.

د بایمیتریک وسیلې موخه همدا وه چې د درغلیو مخه ونیول شي او ټاکنې په ښه توګه ترسره شي، خو د کمېسیون مسوولینو خپلو کارکوونکو ته د دغو وسایلو روښانول او له هغو څخه استفاده هم ور ونښودله او له همدې امله د ټاکنو یوه ورځ دوه ورځو ته وغځېده او بالاخره د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د ګڼو ستونزو باوجود په میاشتو میاشتو وخت ونیوه.

بل پلو ولسونه د ګڼو خطرونو باوجود پر وخت د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل، هلته یې په ساعتونو ساعتونو په کتارونو کې انتظار وکړ، مګر د ټاکنو خپلواک کمېسیون یا پر وخت هلته مواد ونه رسول، یا یې کار شروع نه کړ او یا یې هم په کار کې سکتګي او ګڼې ستونزې موجودې وې.

د ټاکنو کمېسیون کمزوري مدیریت پر دغې مهمې ملي او برخلیک ټاکونکې پروسه د ولس باور متضرر کړ. د دې لپاره چې د دغې ستونزې مخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نیول شوې وي، نو پکار دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې پراخ اصلاحات او بدلونونه راشي.

که د ټاکنیزو کمېسیونو په برخه کې اصلاحات او بدلون رانشي، نو باور مې نشي چې د اوسنیو مسوولینو په حضور کې څوک د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې رای ورکولو ته زړه ښه کړي، ځکه د اوسنيو مسوولینو په کفایت، مدیریت او ظرفیت دوی بې باوره شوي دي او حتی داسې اوازې هم دي چې دوی له ځینو نوماندانو څخه بډې اخیستي او د پییسو په بدل کې یې بریالي نوماندان ناکام کړي او ناکام نوماندان یې بریالي اعلان کړي دي.

په افغانستان کې د واک د لېږد سوله ییزه لاره چې په تېرو دوه دورو کې تجربه شوه همدا د ولس د رایې او انتخاباتو پروسه ده، نو دا د حکومت، ولس او ټولو مکلفیت دی چې دغه خوندي او سوله ییزه لاره باید غښتلې کړي او هیچاته د دې د متضرره او کمزوري کولو اجازه ورنه کړي، ځکه خدای مکړه له دې مه واره به سیاسیون یو ځل بیا د زور، تشدد او جنګ لارې او بدیل ته ورستانه شي.