کور  (لنډه کیسه)

ښادي خان چې پر کوټو تیرونه او ګودرې واچولې، نو نور زاړه لرګي یې پاک ووینځل، میخونه او د بمونو چرې یې ترې وويستې، نجار یې ورته راوست، په ورو او ورسيو یې ورته کار شورو کړ. پر ورو او ورسیو خو کار روان و، مګر د ده له زړه نه یو خدای خبر و، ځکه چې له ده سره دومره پیسې نه وې، چې نجار ته یې ورکړې وای، نو سخت ورته په تشويش کې و، خپل کلیوال ورته مالوم وو، چې ټول نيستۍ په سر اخیستي وو، نو دا پیسې به اخېر چا په پور ورکولې؟

د کلي په خلکو کې یې سوچ کاوه، اخیر په حاجي باز خان ودرید، حاجي باز خان مالداره و، خو ده تر اوسه نه څه ترې غوښتي وو او نه یې ورکړي وو، لکه د نورو کلیوالو غوندې ازاد نشو پرې ورتللی، خو دی مجبور و، باید د نجار پیسې یې پیدا کړې وای. یوه ورځ یې له کوره لاندې د هديرې خواته کتل، د لغړو ونو په مينځ کې یې د سپينو جامو والا یو څوک تر سترګو شو، چې ورته ځیر شو، له غټې خیټې یې وپیژاند چې حاجي بازخان دی، همداسې خړ پړ او پر خټو ککړ ورښکته شو او مخې ته یې ودرید، د ستړې مشې لپاره یې خړ او چاود لاسونه ورکړل، حاجي باز خان په ستړي غږ ورته وویل:
ـ ښادیه څه غوري دی، ښه خو یې...؟؟

نور یې لاس د ده له لاسه خلاصوه چې ښادي خان خوله پرې ورغوټه کړه:
ـ حاجي صيب! تاته خو مالومه ده چې په ګوښي تشي ځان مې کوټې سره وتپلې، لرګي مې پخواني ساتلي وو.....

حاجي بازخان موسکی شو:
ـ له دې هر څه خبر یم، خو اوس اصلي خبره کوه، غرمه ده، بیا جومات ته نشم رسیدلی.....

ښادي خان په خواره خوله ورته وویل:
ـ خبره خو دا ده، چې نجار مې اچولی، کار یې شورو کړی، خو خدای که به په کور او سرا غيران ام لرم، چې ور یې کړم، که پینځه شپږ زره روپۍ دې په پور راکړی وای.....
حاجي بازخان زر ځواب ورکړ:

ـ نو چې در یې کړم، څه وخت به یې راکړې، ستا په ډډي کې خو خدای که زه د دې پیسو ځای ګورم....

ښادي خان نه خبره ورکه غوندې شوه، د خولۍ لاندې یې لاس ننويست سر یې وګراوه:
ـ حاجي صيب خدای میربانه دی، یو وخت به دې په ښه شم، ښه اوبه ام نه وړي، که نوی کور دې جوړاوه، پخڅې به زه درته ووهم، یا خېر ده یو کال صبر راته وکه، کال منی چې الوګان خرڅ کړم.....

حاجي بازخان موسکی شو، جيب ته یې لاس کړ، دوه سوه روپۍ یې ورته ونیوې:
ـ هن، دا واخله، بیا یې مه راکوه، تر دې پورته وس نه لرم، نور ترې روان شو....
ښادي خان زړه کې وویل، که یې نه اخلم کبر دی، ګني په دې خو ولاکه سوال ام ارزي....

د مني اوله میاشت وه، کلیوال د قبر پر کیندلو لګیا وو، ښادي خان په کلي کې د قبر په جوړولو کې مشهور و، د حاجي بازخان قبر یې خورا په شوق جوړ کړ، ديوالونه یې په تبر ورته وتوږل، جامې یې په خاورو خړې پړې وې.

د حاجي بازخان سپینږیری ورور نوروز خان د کيندلي قبر پر سر ودرید:
ـ یره ښادي خانه په مټو دې برکت شه، ډېر ښه قبر دې جوړ کړ....
ښادي خان اول نوروز ته او بيا د تبر خولې ته وکتل:
ـ نوروز ماما اخېرې کور یې دی، باید تر خپله وسه خواري پسې وکړم.
پای