
د پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال د جنوري په دیارلسمه د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې یوه لویه غونډه لرله چې لسګونه زره خلکو په کې ګډون کړی وو. دغې غونډې ته د یاد غورځنګ مشر منظور پشتین په خپله وینا کې وویل:” د پښتون یو سوک د پنجاب ۱۸ پوځیان چپه کولای شي. دا ټول د انګرېز جوړ کړی نظام دی قانون یې زمونږ د روایاتو خلاف دی ، د پوځ اداره او نورې ټولې ادارې د انګرېز دي.“
په رښتیا هم په پاکستان کې پښتانه د نفوس له پلوه دویم اکثریت دی، خو د پاکستان د پیدایښت له ورځې د پاکستان انتظامیې او پوځ دغه واحد قوم په خپلو کې سره وېشلی، په بدیو یې اخته کړی. یو تر بله یې سره بدبینه کړی، له اصلي حقونو یې محروم کړی. د زده کړې، ژوند او نورې اسانتیاوې یې ورڅخه اخیستې دي، ځکه نو د دغومره لوی اکثریت قوم نن احتیاج او محتاج دی.
مګر د دې ټولو بدبخیتو باوجود په دې وروستیو کې دغو پښتنو یو ځوان رهبر وموند، داسې رهبر چې د دوی له توکم او د دوی له منځ څخه را وټوکېد. منظور احمد پشتین. نوموړي پاکستان ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، په ډېره نرمه او منطقي ژبه یې له پاکستاني مقاماتو لوری او لودن ورکړی دی. منظور احمد پشتین د پاکستان مقاماتو ته هغه څه وویل او لا یې هم وایي چې دوی یې له هیچا د اورېدو توقع نه لرله.
دوی فکر کاوه چې په پښتنو کې یې منطق، استدلال او جرئت وژلی دی، مګر دوی په دې کې ځکه تېروتلي چې منظور احمد پشتین یې څرګنده بېلګه ده. هغه چې په کوم جرئت او منطق د خپل قوم د محرومیت کوم اواز اوچتوي او پاکستاني مقامات مخاطبوي نو تر دې وړاندې یې هیچا هم فکر نشو کولی.
نوموړي د یکشنبې په ورځ جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: ” پښتانه یې سره ووېشل. انګریزانو او پاکستان ذلیله کړل. مړه یې کړل. بې عزته یې کړل. څوک یې افغانستان ته لړه کړل، څوک یې سوات ته، څوک یې این ډبلیو ایف پي او څوک یې فاټا کړل. پښتون یې غریب وساته او د هغوی د غریبۍ نه یې غلطه فایده اوچته کړه. په ایف سي کې یې ټول پښتانه مقرر کړل او بلوچستان ته یې ولېږل. هلته د پنجاب بدي په پښتنو پالي. دا ظالم مکار ریاست دی. چې کله د جنګ وخت راشي پښتانه جلبول شروع کړي. چې کله بیا جنګ ختم شي بیا موټروې په پنجاب کې جوړیږي، پروژې په پنجاب کې عملي کیږي او پښتون سپېره خوله نیولي وي.“
دا په پاکستان په اړه هغه واقعیت دی چې هیڅوک هم ورڅخه انکار نشي کولی او که څوک یې په اړه شک لري، نو مهرباني دې وکړي، قبایلي پښتنو سیمو ته دې لاړ شي. هلته دې د دوی د ژوند کچه وګوري او هغه دې بیا د پنجاب ایالت سره پرتله کړي، په دې کې به دومره لوی توپیرونه دوی وګوري چې هیڅ د پرتلنې وړ به نه وي.
د ډيورنډ کرښې پورې غاړو پښتنو ته خدای له لسیزو وروسته یو فرصت او چانس ورکړی او دوی باید د منظوراحمد پشتین په مشرۍ له دغه فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي. داسې استفاده چې خپل محرومیتونو او ناچارۍ څخه باید راووځي، نور نو باید له پنجاب سره د شویو وحشتونو او جنایتونو حساب وکړي، که د تېرو حساب نه ورکوي، نو حداقل په راتلونکي کې باید د پښتنو په حق کې عدالت تامین کړي او هغوی ته د نورو غوندې د ژوند حق ورکړي.