
د افغانستان بهرنی او په ځانګړي توګه د سولې په اړوند دیپلوماسي تر ډیره بریده د افغانستان په زیان او د پنجاپ او تهران د ګټو په محور باندې راڅرخیږي.
دا ځکه چې د کابل په اداره کې بانفوذه مزدورې لوټمارې زور واکي کړۍ ، پنجاپی استعماری – تروریستي رژیم او تهران په ګډه هڅه کوي چې د افغانستان د جګړې د اصلي عامل په پټولو سره د سولې غلط ادرس ته ګوته ونیسي.
همدارنګه د کابل ارګ د پنجاپ او تهران د مداخلو او تیریو په وړاندې د کڼو غوږونو او پټو سترګو تاکتیکونو څخه کار اخلي او په دې ډول ارګ ځان بې خبره ښکاره کوي چې د کابل نوموړو تاکتیکونو د افغانستان خلکو ، هیواد او ملي ګټو ته ډیر زیان رسولی دی. حتی د افغانستان شته والی یې د ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د ساري په توګه :
همدا خبره ده چې د کابل واکمنان په افغانستان کې د سولې د راتګ په نوم ، هغه ډهلونو ته چې ایران او پنجاپ یې وهي څڼې اچوي او په دې ډول د افغانستان تراژیدي د پخوا په څیر دوام مومي.
باید ووایو چې سوله د هغو تر منځ کیږي چې د جګړې اصلي عاملین او په مخ وړونکي وي. خو کابل هغه چا سره خبرو ته لیوال دی چې د جګړې اصلی عامل نه بلل کیږي. په تیرو څلویښتو کلونو کې ، په افغانستان کې د جګړې اصلي عاملین پټ ساتل کیږي.
خو اوس مهال د افغانستان د خلکو او نړیوالو څخه د افغانستان د جګړې په هکله د واقعیتونو پټول ناممکن دي . خلک په دې باور دي تر هغه چې پورتني د افغانستان او پښتنو ضد تور مثلث دړې وړې نه شي په افغانستان کې د سولې ، امنیت او پرمختګ راتلل ناممکن دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان سولې په اړوند خبرې اترې زیاتي شوي دي . د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي.
په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې اور د مړه کولو په نوم یو لړ هلې پیل کړي.دا چې په خپله د امریکا متحده ایالات ددې هلو ځلو څخه کومه موخه لري په بشپړه توګه ښکاره نه ده.
همدارنګه د چین هیواد حکومت هم وایی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې به فعاله ونډه واخلي چین ته د افغانستان او پاکستان پلاوي تګ او راتګ کوي.
په دې ډول روسیه هم هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر خپله ونډه واخلي په دې اړوند مختلفو پلاو مسکو ته سفرونه کړي دي.
عربی امارات ، قطر ، سعودي او ترکیه هم په دې لوبه کې ځانونه داخل کړي او اوس هند هم په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې د سولې په ډرامه کې ځان شامل کړي.
خو داسې ښکاري چې د زلمی خلیل زاد دیپلوماتیکو هڅو پنجاپی استعماري-روریستي ادارې مشران ، تهران ا و په افغانستان کې پردي پالې مزدوې کړۍ وارخطا کړي دي. دوی په دې فکر کې دي چې ښایي دوی د زلمی خلیل زاد د هلوځلو په پایله کې د زیان سره مخامخ شي دا ځکه چې پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې او ایراني پراختیا غوښتونکو د افغانستان په جګړه ډیره او د اوږدې مودې د پاره پانګونه کړیده.
دوی فکر کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو نوموړي هڅې کیدای شي ددې سبب شي چې د پنجاپ او تهران تیري کونکي او مداخله کونکي پلانونه شنډ او هم په افغانستان کې د مزدورو پردي پالو کړیو واک محدود کړي.
د پنجاپ استعماري – تروریستي ادارې مشران او په افغانستان کې د پنجاپ مزدورې کړۍ هڅه کوي چې د زلمي خلیل زاد دیپلوماتیکي هڅې سبوتاژ او شنډې کړي ، د سولې خبرو په نوم سره جګړه اوږده کړي تر څو پنجاپی استعماري – تروریستي رژیم د افغانستان او په ځانګړي توګه د پښتنو په وړاندې خپلو ناوړو ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي.
پنجاپی استعماري – تروریستي رژیم او تهران په تیرو څلویښتو کلونو کې په مختلفو نومونو او پلمو سره د افغانستان او پښتنو په وړاندې جګړه په مخ بیولي او تر هغه چې په بشپړه توګه یې خپل ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي نه وي دا جګړه نه دریدونکي ده.
نو له دې امله هره ورځ په سلګونود افغانستان خلک په تیره بیا پښتانه د پنجاپ د ناوړي استعماری توطیی خوراک کیږي.
په دې ټول پوه دي چې د افغانستان په ضد جګړه د پنجاپی پوځ او تهران له خوا پیل ، سوق او اداره کیږي خو په دې جګړه کې د پنجاپ استعماري – تروریستي رژیم تر تهران یو ګام وړاندې دی.
د پنجاپ اداره داسې ښکاره کوي چې ګواکې دوی په دې جګړه کې کومه اغیزه نلري خو که چیرې تیره څلویښت کلنه جګړه وڅیړل شي دا به جوته شي چې پنجاپی استعماري – تروریستي اداره اوتهران د افغانستان په ضد د جګړې اصلی پیلونکی ، مخته بیونکی او اصلي اړخونه دی.
دواړه هیوادونه په افغانستان کې د دوو اړخونو هڅه کوي چې افغانستان د ستونزو سره مخامخ کړي:
د افغانستان په ضد په جګړه او مداخله کې د پنجاپ او تهران تر منځ سیالي موجوده ده خو داسې لیدل کیږي چې په دې جګړه کې د پنجاپ رول تر تهران زیات دی او پنجاپ زیار باسي چې د افغانستان حالات په خپله ګټه را وڅرخوي.
خو په تیرو څلویښتو کلونو کې د کابل د ارګ واکمنانو د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې ته د جګړې د اصلي اړخ په سترګو نه دي کتلي . بلکې هڅه یې کړي ده چې د جګړې اصلي سرچینه پټه کړي نو له دې امله یې د سولې په نوم کمیسیونه او شورا ګانې جوړ کړي او په دې لاره کې یې په زرګونو میلیونو ډالر د مزدور او لوټمارو کسانو په جیبونو کې وراچولي دي.
خو څه چې مهمه ده د دښمن په وړاندې پاسیفه دفاع سره نه شی کیدای ثبات او امنیت ټینګ کړل شی او هم د خاورې بشپړتیا تامین کړی شي.
هر افغان سیاستوال او مشر چې پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې ته د دوست او یا د دوست کیدلو په نظر ګوري هغه په بشپړه توګه ساده او یا د پنجاپی استعمار مزدور دی.
یا په بله مانا ، په افغانستان کی د جګړو اصلی سبب په کابل کی د ملی ګټو ته نه ژمنتیا ، تسلیم طلبی او د غلطو ایدیولوژیو او پالیسیو څخه پیروی د دې سبب شوي ده، چې افغانستان ونه کولی شی د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندې ودریږي.
د ساري په توګه د کابل اوسنی اداره وایی چی افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قربانیان دي.
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان د کورنیو ،سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په څیړلو سره په دی بریالی شوی دی چی ددې جګړي په پایله کې نه یوازی د افغانستان هیواد کمزوری کړي بلکی ددی جګړي په مخته بیولو سره یو شمیر مهم ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي.
په پورتنیو حقیقتونو د هیواد ټول لوستی اولس ښه پوهیږي. خلک په دې باور دي چې افغانستان خلک باید د خپل هیواد څخه د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې او ایرانی پراختیا غوښتونکو په وړاندې د ځانه دفاع وکړي .
د افغانستان نړیواله دیپلوماسی باید په همدې حقیقت ولاړه واوسي. د کابل ادارې ته اړینه وه او ده :
باید ووایو چې دا پورتنیو هیوادو مداخلو او تیریو پایله وه چې امریکا او شوروي پوځونه افغانستان ته د راتګ پلمې پیدا کړي او تر هغې ددې هیوادونو مداخلې وجود ولري په افغانستان کې سوله او امنیت ناممکن دی.
له دې امله د بهرنی سیاست په اړخ کې باید کورني سیاستونو ته هم پاملرنه وشي او په دې ډول د نوموړو هیوادونو نفوذ کم کړل شي:
ددې له پاره چې په سیمه کې سوله او امینت ټینګ شي د افغانستان او پاکستان د هیوادونو څخه باید یو له منځه ولاړ شي.
د افغانستان ابادي ، د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې د تباهی سبب کیږي.
خو دلته یو توپیر موجود دی د افغانستان هیواد یو طبعی هیواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې رامنځته شوی دی . له دې امله د افغانستان له منځه تلل ناممکن دي. په تیرو څلویښتو کلونو کې افغانستان د سترو لوړو او ژورو سره مخامخ شو .پوځ له منځه ولاړ ، اداره ړنګه شوه ، هیواد په مختلفو برخو کې ملوک طوایفی را منځته شوه خو بیا هم دا هیواد ژوندی پاتې شو او بیرته ټینګ شو.
مګر د پاکستان هیواد په مصنوعی ډول په ځانګړو شرایطو کې د برتانوي استعمار له خوا ، د استعماري موخو د پاره رامنځته شوی دی.د دې شرایطو په بدلون سره د پاکستان هیواد د وجود له پاره اړتیا هم له منځه ځي او تر یوې اندازې دا اړتیا له منځه تللي ده له دې امله د پاکستان هیواد شتون د خطر سره مخامخ دی. مثلا د پاکستان هیواد د شتون اصلی ستنه د هغه هیواد پوځ دی که دا پوځ یوه ورځ نه وي پاکستان به مختلفو برخو وویشل شي او د تاریخ کندې ته به وغورځول شي.
د پنجاپ استعماري – تروریستی ادارې ستراتیژستان د پاکستان هیواد د ړنګیدو د مخنیوی له پاره د هیواد په دننه او بهر کې د مداخلو او لاسوهنو سیاست مخته بیايی . هغوی تروریزم یې د خپل شتون د دوام او سیاسی موخو د تر لاسه کولو د پاره وسله ګرځولي ده.
مګر تهران هم د افغانستان په وړاندې د ښه نیت درلودونکی نه دی.بلکې د تهران واکمنان هم استعماري خیالونه او هدفونه لري چې غواړي هغه په سیمه کې پلي کړي چې یوه موخه یې افغانستان دی نو ځکه په دې هڅه کې دی چې په دې هیواد کې لاسوهنه وکړي:
د اوسنیو شرایطو په ژور تحلیل او د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د جوړښت او همدارنګه ددی ادارې تر واک لاندی د خلکو ژوند ته په کتو سره ، د افغانستان دپاره ډیره اړینه ده چې د پنجاپ او تهران په وړاندې د جګړي په اړوند ستراتیژي ترتیب کړي .
په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې د افغانستان خلکو او پښتنو یوازې او یوازی د مړیو په خښولو او د فاتحو په اخیستلو سره تیر کړل. د پښتنو کلي وران شول ، کروندی یی شاړې شوې ، په میلیونو خلک بی ځایه او یا بهرنیو ملکونو کې کډوال شول.
دا ځکه چې د پنجاپ استعماری ادارې خپله ګټه او بقا په سیمه کې د جګړو اور ته لمن وهلو او په ځانګړي توګه د افغانستان او پښتنو په ضد جګړه کې وینی .
د دې جګړو د مخته بیولو د پاره د راز راز پلمو او طریقو څخه کار اخیستل کیږی.
د سیمی او د پنجاپی استعماری دولت د حالاتوپه څیړلو سره دا په ډاګه کیږي چې د پنجاپ د استعماری نظام بقا په سیمه کې په جګړو ، مداخله او د تروریستی ډلو په صدور کې ده.
که چیری پنجاپ د ګاونډیانو او په ځانګړي توګه د افغانستان او پښتنو په وړاندی جګړه ودروي دده خپل شته والی د ګواښ سره مخامخ کیږي.
دا ځکه چې په خپله د پنجاپ استعماری ادارې تر واک لاندې سیمو کې حالات په چاودیدو دي پښتانه ، بلوڅ ، سندیان ، کشمیریان او نور توکمونه نه غواړي د پنجاپ د استعماری ژغ لاندې ژوند وکړي.
پنجاپ تل هڅه کوي چی د یوې خوا یاد شوی توکمونه په بی رحمانه توګه وځپی او د بلی خوا د ګاونډیو هیواد په چارو کی د مداخلی له لاری د هغه هیواد خلکو پام د کورنیو ستونزو څخه بهرته واړوي.
د افغانستان په ضد د پنجاپ ستراتیژیک پلان د یوه کال او یوې مودې د پاره نه دی طرح شوی بلکی دا پلان تر هغه به تر اجرا لاندې وي تر څو چې افغانستان او یا پاکستان وجود لري . که په دې دواړو هیوادونو کې یو ړنګیږی بیا د دې پلان عملی کول خپل مفهوم د لاسه ورکوي.
اوس راځودې خبری ته چی افغانستان خلک تر هغه د پنجاپی استعماری رژیم د نه اعلان شوی جګړې څخه نجات نه مومي تر هغه چې پنجاپی استعماری اداره موجوده وي.
مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی . د بلې خوا د افغانستان دولت د پنجاپی استعمار لاندی خلکو په وړاندی ملی ، تاریخی او انسانی مسوولیتونه هم لري چی باید هغه ادا کړي.
پنجاپی استعماری رژیم ستنې سستې او په یو کوچنی ګوزار سره ړنګیدونکی دی. دا ځکه چې د هیواد په داخل کې تر استعمار لاندی ټول خلک د هغه خلاف دي او د دې استعماری نظام د ړنګیدو د پاره مبارزه کوي.
له دې امله اړینه ده چې د افغانستان د جګړې او بی ثباتی په اړوند لومړۍ په مستقیم ډول د اسلام اباد او بیا د تهران سره خبرې وشي او دوی دې ته اړ کړل شي چې په افغانستان کې د لاس وهنو ، تیریو او مداخلو څخه لاس واخلي.
او که اسلام اباد ځان د جګړې اصلي عامل او مدعي نه بولي په هغه صورت کې اړینه نه ده چې د سولې د خبرو په نوم دې کوم پروګرام د کابل او یا د نړیوالې ټولنې له خوا مخته بوتلل شي.
ددې له پاره چې د افغانستان د سولې پلان عملي شي باید:
د سولې په نوم هر ډول خبرې چې کیږي باید د پنجاپی تروریستی – استعماري ادارې او هم تهران سره په مستقیم ډول تر سره کړل شي او پری نږدې چې دا هیوادونه د سولې په نوم د کابل څخه کوم امتیازات تر لاسه کړي.
د سولې په نوم د افغانستان د مذاکره کونکو پلاو غړي باید پوه ، پیاوړي ، وطندوسته او ملي ګټو ته ژمن او په دیپلوماسی وارد کسان وي.
کابل ته اړینه ده چې د اسلام اباد سره د خبرو په ترځ کې د ډیورینډ د منحوسې کرښې او د کرښې د ها خوا د پښتنو او بلوڅو د ازادی او د اسلام اباد څخه د جګړې د پور غوښتنې په هکله هم خبرې وکړي . دا ځکه چې دا هیواد په افغانستان کې د جګړې اصلی عامل دی.
اړینه ده چې کابل باید خپلې سترګې خلاصې او غوږونه د خیرو څخه پاک کړي . د کابل اداره باید اسلام اباد او تهران په افغانستان کې په مستقیمو لاسوهنو او د تروریزم څخه د ملاتړ له امله ، د افغانستان خلکو او نړیوالو ته رسوا او د هغه په وړاندې لازم اقدامات تر سره کړي.