زاړه سناریو او نوي لوبغاړي

پنجاپ غواړي چې زاړه سناریو ، د نویو لوبغاړو په لوبولو سره په افغانستان کې پلي او دا ‌ډول هڅه کوي چې افغانستان په بشپړه توګه د نړۍ د نکشې څخه ورک  کړي.
 
دا د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني او د وطندوستو سیاستوالو دنده ده چې د هیواد د پاره دا خطرناکه توطیه د افغانستان د خلکو او نړیوالو دموکراتیکو ځواکونو په مرسته سره شنډه کړي.
 
که څه هم د افغانستان اولسمشر ، د خپل حاکمیت په لومړی دوره کې ډیرې تیروتنې وکړې او داسې پالیسي یې د پنجاپستان او تهران په وړاندې غوره کړه چې تر ډیره بریده د افغانستان په زیان تمامه شوه.
 
دا پالیسي په دې ولاړه وه ، چې د پنجاپستان او تهران د پالیسیو سره سم حرکت وکړي تر څو هغوی په دې راضي کړي چې په افغانستان کې د لاسوهنې لاس واخلي:
 
د پنجاپ او تهران په وړاندې پالیسي:

  • په غیر مستقیمه دې ته تیار شو چې د پنجاپ ډیرې غوښتنې ومني. 
  • دې ته تیار شو چې د ډیورینډ منحوسې کرښې دواړو غاړو خلک یو له بله بیل کړل شي
  • د پښتنو او بلوڅو د ازادی غوښتونکو مبارزو ملاتړ یې عملا پریښوده
  • پنجاپ یې دې ته پریښود چې د ډیورینډ منحوسې کرښې ها خوا خلک په ډیره بیرحمانه توګه وځپي.
  • پنجاپ پوځ یې پریښود چې د ډیورینډ منحوسې کرښې باندې پوځي تاسیسات او دروازې جوړې کړي.
  •  
    په داخلي سطحه:
  • د پنجاپ له خوا جوړ شوي پوځي – سیاسي ملیشایي تنظیمونه یې په واک کې وساتل او ځواکمن یې کړل.
  • ملي او وطندوست کسان یې د دولت څخه ګوښه او بیکاره کسان یې په لوړو څوکیو وګومارل
  • د ملي پوځ په سمبالولو کې یې پاملرنه ونکړه او دا پوځ یې په درندو وسلو ، او هوایی تخنیک باندې سمبال نکړ او د امنیتی سکتور واک یې وړ کسانو ته په لاس کې ورنکړ
  • په هیواد کې یې د قدرت جزیرې رامنځته کړې داسې ولایتونه وجود لري چې په واقعي توګه دکابل د واک څخه بهر دي مګر په ښکاره د کابل سره سرونه خوځوي.
  • اداري فساد د پخوا څخه پراخ او خلک یې د تباهی سره مخامخ کړل.
  • د هیواد نافذه قوانین یې یوازې په ډیرو واړو مجرمانو تطبیق کړل مګر لوی مجرمان یې د پخوا څخه ښاغلي کړل.
  •  
    اوس خبره دې ته راورسیده چې اوس پنجاپ د افغانستان بهرنی سیاست او اړیکي کنترولوي او په قطر کې هم پنجاپ کابل ته شرطونه ایږدي.
     
    اوس اوبه د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غاړې تا رسیدلي دي که ځانته او هیواد ته پام ونکړي نوموړی به ډوب او هیواد به د لوی ناورین سره مخامخ شي. 
     
     اوس  پنجاپ هم په نړیواله سویه د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي چې تر ډیره بریده د غني له خوا قطر ته لیږل شوی ټیم هم ورسره همغږی دی. 
     
    داسې ښکاري چې دا مهال د محمد اشرف غني ډیر نږدې همکاران دده سره ریښتیني ندي هر یو هڅه کوي چې د راتلونکي د پاره ځانته لاره خلاصه کړي.
     
    څوک د  محمد اشرف غني د دورې وروسته اولسمشری ته ځانونه تیاروي او څوک غواړي چې همدا اوس د نوموړي څخه واک تر لاسه کړي. له همدې امله دوی د راز راز میتودونو او تاکتیکونو څخه کار اخلي.
     
    دا په دې مانا :
    چې اوس محمد اشرف غني د خپلو متحدینو او شریکانو له خوا پریښودل شوي او یوازې دی.
    څه چې ممکن دي:
  • ښايی پنجاپ او د هغه د بهرنیو همکارانو او په افغانستان کې د داخلي مزدورانو په مرسته وکولي شي محمد اشرف غني استعفا ته اړ کړي . 
  • دوی دا ډرامه د ډاکتر نجیب الله په وړاندې هم لوبولي وه چې په نتیجه کې ټول افغانستان د اوسنیو واکمنو تنظیمونو له خوا په کنډواله واړوه او په سلګونو زره د افغانستان خلک ووژل شول. باید وویل شي چې ډیر خلک په دې باور دي چې ډاکټر نجیب الله باید د موقت حکومت طرح منلي نه وای.
  • کیدای شي د ده د نږدې همکارانو ته ژمنې ملیشاوې او ډلې د نورو وسله والو سره په شریکه په ټول هیواد کې ګډوډي رامنځته کړي چې یوه نښه یې د بهسودو په ولسوالی کې د وسله والو ډلو شتون دی. چې هره شیبه کیدای شي د کابل په وړاندې ودریږي.
  • کیدای شي د یوې خطرناکې توطیې په بڼه د افغانستان اولسمشر ژوند د ګواښ سره مخامخ کړي. 
  • د سترې عمومې ګډوډی په رامنځته کولو سره مرکزي اداره بیوسه کړي تر څو شرایط کنترول کړي.
  •  
    عامه ذهنیت :
    په دې کې هیڅ شک نه شته چې د افغانستان ټول خلک د کابل ادارې څخه شکایت کوي او دا اداره فاسده ، بیکاره ، میراثي ، چې جنایت کارې ډلې په کې حاکمیت لري، بولي.
     
    د خلکو په باور د محمد اشرف غني ټول نږدې همکاران ، وزیران ، والیان او نور چارواکي د وطن او خلکو په غم کې ندي بلکې هر یو ېې د قدرت ، شهرت او ثروت په فکر کې دي .  او هر یوه تر اوسه په سلګونو میلیونه ډالر راغونډ کړي او لا ماړه شوي ندي.
     
    ټول خلک دا وايي چې غني چې څه ژمنې د افغانستان خلک ته ورکړي وې یوه یې هم تر سره نکړه بلکې یوازې هغه څه کوي چې دا فاسدې کړۍ د ځانه راضي وساتي.
     
    ټولې هغه ډلې چې په واک کې د محمد اشرف غني سره شریکې دي ټولې په هڅه کې دي چې څنګه نوموړی له واکه ګوښه او خپل راتلونکي پروګرامونه عملي کړي.
     
    په قطر کې مذاکره کونکي ټیم د محمد اشرف غني استازیتوب نه کوي بلکې هغه تر ډیره بریده داسې ګامونه به پورته کړي چې د هغه له امله غني اړ شي چې د واک څخه د ډاکتر نجیب په شان لاس په سر شي.
     
    ټول خلک په دې باور دي چې اوسنې اداره ددې جوګه نده چې فقر ، لوږه او بیکاري له منځه یووسي. بلکې خلک غواړي د دموکراتیکو لارو او قوانینو په بنسټ یوه بله ملي اداره رامنځته شي.
     
    خو بیا هم:
  • د افغانستان خلک دې ته تیار ندي چې د ( موقت حکومت ) تجربه یو ځل بیا تکرار شي.
  • یو ځل بیا په افغانستان کې ملیشایی تنظیمونه او زورواکان د افغانستان دخلکو په برخلیک په بشپړه توګه واکمن شي.
  • د افغانستان خلک نه غواړي چې دلته د پنجاپ او تهران لاس پوڅي حکومت رامنځته شي.
  • نه غواړي یو ځل بیا خپل ملي جوړښتونه د لاسه ورکړي
  • نه غواړي چې دلته بیا ورانونکي جګړه پیل شي.
  •  
    د ستونزې اواري
     (تر اوسه له ورخه اوبه ندي تیرې شوي) د افغانستان اولسمشر کولی شي چې حالاتو ته د هیواد د خلکو په ملاتړ سره  بدلون ورکړي فاسد کسان د خپله شاوخوا او ارګ څخه وشړي کلیدي څوکۍ وطندوستو او وړ کسانو ته ورکړي.  د وسله وال پوځ واک په خپل لاس کې واخلي د فاسد او متعصبو کسانو د نفوذ او مداخلو څخه یې خلاص کړي.
     
    ددې له پاره چې افغانستان د راتلونکي خونړي ناورین څخه وژغورل شي باید محمد اشرف غني لومړی ځینې اغیزمن ګامونه پورته کړي. او د پنجاپ ( موقت حکومت ) د توطیې د شنډولو د پاره د خلکو د ځواک څخه کار واخلي . خو تر ټولو لومړی باید:
     
  • یو ملي منشور اعلان کړي او د هغه د تایید د پاره یوه ریښتنی لویه جرګه راوغواړي او په دې ډول عامه ذهنیت په خپله ګټه وڅرخوي. 
  •  په خپل ځان د خلکو باور رامنځته کړي تر څو خلک دده په شاوخوا سره راټول شي او د هیواد د کورنیو او بهرنیو دښمنانو توطیې شنډې کړي.
  • په خپل بهرني سیاست ( په ځانګړي توګه د تهران او پنجاپ په وړاندې ) باندې د سره کتنه وکړي او هغه کسان چې دا سیاست یې په لاس کې دی سرونه یې په کابل او پښې یې په پنجاپ او تهران کې دي د اړوندو ادارو څخه وشړي.
  • د متوازن انکشاف د پاره د سراسري پروګرام اعلان وکړي.
  • د افغانستان پوځ په ډیر مډرن تخنیک باندې سمبال د هغه اداره د وړ کسانو په لاس کې ورکړي.
  • په ټول هیواد کې د پوځي بیړني حالت د اعلان د پاره تیاري ولري.
  •  
    ددې له پاره چې پورتنی چارې تر سره شي اړینه ده چې د هیواد اولسمشر یو شمیر ګامونه پورته کړي هغه ګامونه کیدای شي په لاندې ډول وي:
    • اولسمشر باید هیڅکله د ( موقت حکومت ) په پلمه استعفا ورنکړي . 
    • بلکې د یوې قانونې لارې په رامنځته کولو سره په ټول هیواد کې د اوسنی اولسمشر تر نظر لاندې د اولسمشری څوکی ته ټولټاکنو ته زمینه برابره کړي او خپله هم ددې ټولټاکنو نوماند واوسي.
    • د ټولټاکنو کمیسیون باید ملي کمیسیون وي .
    • ملي وطندوست قوتونه په ځان راټول کړي.
    • د مرستیالانو په ګډون باید خپل نږدې همکارانو په هکله د سره کتنه وکړي او په ځای یې سم وړ کسان مقرر کړي.
    • په اداري فساد ککړو کسانو ته ( که دده همکاران هم واوسي) سخته جزا ورکړي.
    • په پنجاپ او تهران کې افغاني ضد جوړ شوي تنظیمونه منحل او دهغوی پخواني او یا اوسني غړي د دولت له تشکیل څخه وباسي.
    • د قطر دفتر دروازه وتړي او خپل هیات بیرته کابل ته راوغواړي.
    • پنجاپ سره رسما په اړوندو مسایلو لکه ( د ډیورینډ د کرښې ها خوا خلکو د ازادی ) ، د روانې څلویښت کلنې جګړې غراماتو په هکله خبرې پیل کړي.
    • د پنجاپ سفارت د کابل څخه وشړي.
    • د ډیورینډ د دواړو غاړو خلکو څخه وغواړي چې اغزن سیم له منځه یووسي او ګډ ژوند پیل کړي.
    • ایراني پلوه ملیشاوې منحل کړي .
    • د روسیې ، هند او نورو هیوادونو وغواړي چې د ملي پوځ د پاره اوسنی عصري تخنیک ورکړي.
    • د هیواد په داخل کې ایران  او پنجاپ پلوه پټې کړۍ وځپل شي.
     
    پنجاپ د افغانستان ستراتیژیک دښمن  دي د هغه سره  په واقعي مانا سره د افغانستان دوستي او وروري ناممکنه ده هغه تل په دې هڅه کې و ، چې افغانستان تباه کړي. او په راتلونکي کې به هم دا پالیسي ولري.
     
    پنجاپ هیڅکله نه غوښتل او نه به وغواړي چې یو غښتلی متحد افغانستان وجود ولري همدا خبره چې په تیرو اویاو کلونو کې یوه ورځ هم په افغانستان کې یې یې د مداخلو څخه ډډه نه ده کړي.
     
    افغانستان هغه مهال جوړیږي چې پنجاپستان د اور په لمبو کې وسوځي او ایرې شي . یا په بل عبارت د افغانستان ابادي د پنجاپستان په تباهی کې نغښتي ده. 
     
    یا په بله مانا هغه ستراتیژي چې پنجاپ یې د کابل په ضد استعمالوي ، ورته ستراتیژي او پالیسي د پنجاپ په وړاندې ونیسي.
     
    د پنجاپ په وړاندې ستراتیژي:
    ددی له پاره یوه دقیقه سنجول شوی ستراتیژی په کار ده:
    ددی ستراتیژی عمده موخه باید د پنجاپی استعماری تروریستی رژیم ړنګول او د هغه  تر واک لاندی  د پښتنو ، بلوڅو ازادی  او د افغانستان د خلکو د ددی وحشی رژیم د شر څخه ژغورل و اوسی
    ددی هدف د تحقق له پاره چی کیدای شی لس کلنه ستراتیژی ترتیب کړل شی.
    ددی ستراتیژیک هدف د تر لاسه کولو د پاره یو شمیر نوری موخې په ګوته کړل شی.
     
  • ټولې نړۍ ته په ډاګه کول چې د نړي اکثریت سیمو کې تروریستی عملیات د پنجاپي پوځ له خوا ترسره کیږي.
  • په سیمه ایزه او نړیواله سویه د پنجاپی استعماری اداری ګوښه کول
  • په سیمه ایزه او نړیواله سویه د ډیورینډ د منحوسی کرښی د ړنګولو مطرح کول
  • د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندی خلکو ( پښتنو ، بلوڅو) تر منځ د یووالی رامنځته 
  • د پنجاپی استعمار په وړاندی ازادی بښوونکو غورځنګونو ملاتړ
  • د پنجاپ استعماری اداری ضد پراخ رسنیز کیمپاین
  • د پنجاپی استعماری اداری سره د دیپلوماتیکو اړیکو شلول 
  • د پنجاپ له خوا د افغانستان په ضد روانه جګړې په مقابل کې ، مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی . 
     
    د پنجاپ له خوا په افغانستان کې د روانې جګړې  ، بیرته اسلام اباد او لاهور ته د جګړې د لیږد ستراتیژی  په عملی کولو سره افغانستان کولی شي د پنجاپ تروریستی – استعماري اداره په ګونډو کړي. 
     
    په افغانستان سیمه او نړۍ کې د سولې او امنیت د تامین په لار کې مهم خنډ په خپله پڼجاپستان پوځ  دی. هغه مهال چې د پنجاپستان پوځ منحل شو ، په سیمه او نړی کې امنیت راځي ، محکوم پښتانه، بلوڅ ، سندیان او نور خپلې ازادی تر لاسه کوي او د ډیورینډ د منحوسې کرښې موضوع هم اواره کیږي.
     
    د قطر ډرامه:
    موقت حکومت ډرامه د پنجاپ په پوځي چاوڼۍ کې ترتیب شوي او ددې ډرامې یوه برخه په افغانستان کې د موقتې ادارې را منځته کول دي.
    دا ډرامه پخوا پنجاپستان له خوا ولوبیده او کابل یې تباه کړ ، مګر همغه سناریو اوس د نویو لوبغاړو په واسطه لوبیږي چې ډایریکټر قمرجاوید باجوا د پنجاپستان د پوځ لوی درستیز دی.
     
    دا هغه ډرامه ده چې په اویایمه لسیزه کې په پنجاپ کې جوړو شوو ډلو به ویل چې ، په افغانستان کې د سولې په لاره کې خنډ ډاکټر نجیب الله دی او که نوموړی استعفا وکړي دا ستونزه به اواره شي.
    باید ووایو چې د پنجاپ ( د موقت حکومت ) ډرامه زاړه ده او نشي کولي د هغې له مخې افغانستان تباه کړي.
    اوس خپله د پنجاپستان تباهي پیل شوي ده .