ایا پاکستان د بنګله دېش له تجربې درس اخیستی؟ (دويمه برخه)

لیکوال طاها صدیقي پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی
ژباړه: اېمل پیاوړی
ایا پاکستان د بنګله دېش له تجربې درس اخیستی؟
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې باور دی چې پښتانه عدالت ته لاسرسی نه لري او په ډېرو مواردو کې له خپلو حقونو څخه محروم دي او د پاکستان امنیتي ځواکونه د هغوی د ژوند حق نقض کوي.

د پاکستان د قبایلي سیمو پښتانه د ترهګرۍ ضد جنګ کې چې د سپتمبر له ۱۱ وروسته پیل شو ډېر زیانمن شول. امریکایانو د دغه برید په ځواب کې په افغانستان کې پر طالبانو او القاعده برید وکړ. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ړنګولو سره القاعده او نورې تروریستي ډلې قبایلي سیمو ته واوښتې. هغوی په دغو سیمو کې پټ شول. پاکستانی پوځ د القاعده او تروریستانو پر ضد د پوځي عملیاتو په پلمه قبایلي سیمو ته لاړ.

اما دا نظامي عملیات د دې پرځای چې د ترهګرو په ځپلو بدل شي، د دغو سیمو عام پښتانه یې قرباني کړل. کرار کرار یې پښتون قوم د ترهګرو په نوم په پاکستان کې معرفي کړ. دا فکر په داسې حال کې په پاکستان کې عام شو چې د قبایلي سیمو پښتانه په خپله د ترهګرۍ قرباني وو.

عدالت غوښتنه
د نقیب الله محسود له قتل وروسته منظور پشتین په وزیرستان کې له پښتنو څخه وغوښتل چې د دغې پېښې په اعتراض کې پراخ لاریون وکړي او له وزیرستان څخه اسلام اباد ته لاړ شي. هغه غوښتل چې ولسي څپې له قبایلي سیمو څخه د اسلام اباد لور ته هدایت کړي چې پاکستاني مقامات د پښتنو د اعتراض غږ واوري. زرګونه خلکو د منظور پشتین هرکلی وکړ. زرګونه پښتانه ورسره یو ځای شول، تر څو د نقیب الله محسود او ټولو پښتنو لپاره عدالت وغواړي. د پشتین او د هغه د مینه والو په باور پښتانه د پاکستان د تبعیض قربانیان دي.

دا لاریون په پاکستان کې د پښتنو په سراسري اعتراضي غورځنګ بدل شو او په دې ترتیب د پښتون ژغورنې غورځنګ منځته راغی. منظور پشتین د پاکستان په ډېرو ښارونو کې اعتراضي لاریونونه وکړل او په هغه کې یې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني پوځ اراده تر پوښتنې لاندې راوسته. هغوی ډېر په صراحت سره وویل، پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه په قبایلي سیمو کې د پښتنو پر ضد نظامي عملیات کوي، اما پاکستاني جنرالان نه غواړي تروریزم له منځه لاړ شي. هغوی بیا بیا وویل، پاکستانی پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ناکام شوی نه دی، بلکې د ترهګرۍ د له منځه وړلو جدي اراده نه لري. منظور پشتین تل افراطي وسله والو ډلو سره د پاکستاني پوځ مخکېنیو اړیکو ته اشاره کوي او وایي ترهګر د پوځ تر خولۍ او چپنې لاندې پټنځایونه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له محوري غوښتنو څخه یوه هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري له محاکمې پرته د اعدامونو تعقیب دی. دا غورځنګ ادعا لري چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د نقیب الله محسود په څېر لسګونه کسان له محاکمې پرته وژلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت او د دغو قتلونو د قضایاو د څېړنې غوښتنه کوي.