
لیکوال طاها صدیقي پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی
ژباړه: اېمل پیاوړی
ایا پاکستان د بنګله دېش له تجربې درس اخیستی؟
لومړۍ برخه
کال وړاندې په همدې ورځو کې د نقیب الله مسید/محسود/مسعود په نوم ځوان د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په ډزو وواژه. پولیسو هغه مهال اعلان وکړ چې نقیب الله محسود له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو. د کراچۍ پولیسو هغه مهال راپور ورکړ چې ښاغلی محسود د پاکستان د تحریک طالبان سازمان فعال غړی و او د دغه سازمان په یو خوندي کور کې له پولیسو سره په برید کې ووژل شو. خو د نقیب الله محسود د کورنۍ غړو، ملګرو او پاکستان کې د بشر د حقونو یو شمېر فعالانو د پولیسو دا ادعا رد کړه.
د بشر د حقونو ځینو فعالانو او د نقیب الله محسود ملګرو وویل چې هغه د پاکستان د طالبانو تحریک فعال غړی نه، بلکې په کراچۍ کې یو عادي دوکاندار و او ملګرو یې د هغه له لارښوونو په ورځني ژوند کې ګټه اخیسته. محسود زیات ملګري لرل او پر دوکاندارۍ سربېره یې ملګرو ته هم مشورې ورکولې او پر هغوی ګران و.
د نقیب الله محسود د ملګرو او خپلوانو ادعا د دې لامل شوه چې د سند ایالتي حکومت د حقیقت موندنې کمېټه وګوماري. دې کمېټې دنده واخیسته دا معلومه کړي چې د پولیسو ادعا سمه ده او که د هغه د ملګرو او خپلوانو ګواهي. د حکومت ګومارلې کمېټې د څېړنو راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي و چې حقیقت موندونکې کمېټې داسې کوم سند یا مدرک نه دی موندلی چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره د نقیب الله محسود اړیکه ثابته کړي.
حقیقت موندونکې کمېټه دې پایلې ته ورسېده چې د پاکستاني پولیسو له لوري د نقیب الله محسود قتل په ښکاره له محاکمې پرته یو اعدام و. د پاکستان امنیتي ځواکونه له هغې جملې پولیس له محاکمې پرته اعدامونو او غیر مجاز ډزو باندې تورن دي. د حقیقت موندونکې کمېټې د راپور له خپرولو وروسته هغه افسران چې د نقیب الله محسود د وژلو دستور یې ورکړی وو، محاکمې ته کش شول، د هغوی د محاکمې بهیر لا پایته نه دی رسېدلی.
قضایي او لوړپوړي نظامي او امنیتي مقاماتو پخوا د قضایاو هغو دعوو ته پام نه کاوه چې نظامي افسران او پولیس په غیر مجاز ډزو یا له محاکمې پرته په کې په قتل تورنېدل. هغه څه چې پاکستاني مقامات د نقیب الله محسود د قتل پېښې عدلي تعقیب ته واداره کړل، د پښتون ژغورنې غورځنګ و. دغه غورځنګ د مقتول له پلرني او د خاپوړو ټاټوبي وزیرستان څخه را پیل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو منسجم ټولنیز حرکت دی چې له هر ډول محاکمې پرته د پښتنو د وژنې په اعتراض کې رامنځته شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پشتین په مشرۍ چې د بشر د حقونو یو فعال ، پیل کړی دی. دا غورځنګ په واقعیت کې د پښتنو په حق کې د روانې بې عدالتۍ اعتراض دی . پښتانه په پاکستان کې دویم لوی قومي جمعیت تشکیلوي. پښتانه د پاکستان لویدیځه او شمالي برخه کې له افغانستان سره په پوله پراته دي.