کلمه وايم مسلمان يمه
بنده د پاک سبحان يمه
لمونځ کوم روژه نيسم
په پاکه عقيده نيسم
گناه نه هم خالي نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
الله منم کتاب منم
رسول منم ايات منم
په مرگ باندې باور لرم
ايمان په پاک سرور لرم
قيامت نه انکاري نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
مئېنه په اسلام يمه
حافظه دقرآن يمه
زه نوم لرم په عدل کې
دهر مظلوم په قتل کې
فساد نه هم بري نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
طاعت د لوى الله کوم
جهاد سبيل الله کوم
احکام دشريعت منم
قانون داسلاميت منم
راضي په غلامي نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
منم داسماعيل کيسه
دفيل او ابابيل کيسه
دعيسى دمعجزې کيسه
دموسى د بقرې کيسه
منکره له کوهي نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
حورې او غلمان به وي
جنت کې شات روان به وي
ماڼۍ کې به اوسېږمه
په خوند به نه مړېږمه
صرف خيال کې جنتي نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
دوزخ هم شته عذاب هم شته
تورتم، داور سېلاب هم شته
کافر، مشرک،ملحد او نور
خاشاک دي دغه ټول د اور
حساب نه هم کفري نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
گناه کوم خطا کوم
منم دا چې ريا کوم
وعدې نه پس جفاکوم
نادان يم ځکه غلا کوم
اسلام دين نه باغي نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
منزه خو گنهکاره ده
خپل رب ته امېدواره ده
دوزخ ته به ورځمه
خوترې بېرته راووځمه
په دانش صاحب نقدي نه يم
دوزخ کې ابدي نه يم
(دبخت زاده دانش صيب د نظم ځوابيه!)
وروستي