غـــــــــــــــزل

ســاه ايســتل دلتـه ګنـاه ده خندېـدل هـم روا نـــدي
اى بـدمرغـې نجلـۍ سـتا خو زېږېـدل هـم روا نـــدي

د خــوبــونــو ليــدو حـــق يــوازې ژڼـــو تــه دى بس
پــام چې دا ګـناه ونـکړې خوب ليــدل هـم روا نــدي

منــم سـتا زړۀ کې به هم وي ډېرې هيــلې ارمــانونه
خو چې خولۀ دې خلاصه نکړې غږېدل هم روا نـدي

پښتــنې جـونې نــو څـۀ دي؟ مـزدورانې د کورو دي
دوي پۀ درس او سبق څۀ کړي، پوهېدل هم روا ندي

پـۀ زړۀ ډک لــۀ غمه ګرځه او چې حال چاته ونـکړې
خو مســکا دې هېـــره نشــي ژړېــدل هــم روا نـــدي

دا سـهار دى دا ماښام دى دې تکرار ته ژوندون وايي
سـتړې ســتړې منــــزې تـه ويـــدېـدل هــم روا نــدي