پاکستان لا هم صادقه نه دی

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی د جون په نهمه پاکستان ته سفر وکړ، ښاغلی داوودزی وايي چې د سفر موخه مې یوازې د افغانستان دسولې بهیر لپاره سیمه اییزه اجماع کې زیاته هماهنګي رامنځته کول دي. نوموړي د افغان سولې لپاره له پاکستان حکومت سره خبرې وکړې او هغوی یې دېته وهڅول چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت دې سولې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان په تېرو څلویښتو کلنو د جګړو په قضیو کې مستقیم ښکېل دی او پر طالبانو نه یوازې نفوذ لري، بلکې طالبان د دوی تابعدار دي. د جنګ، ترهګرۍ او افراطت او تشدد ټولې اجنډاوې پاکستان ورکوي. پاکستان باید دې ته وهڅول شي چې د هغوی له ملاتړه لاس واخلي.

په تېرو څو کالو کې ولسمشر غني د پاکستان د ترهګرۍ ضد دریځ د بدلولو لپاره نړیواله لابي وکړه او بالاخره یې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات کړل. پاکستان اوس هم تر فشار لاندې دی او د همدغه شته فشار له امله په افغان سوله کې منډې ترړې وهي، مګر د پاکستان په نېت لا هم هغسې چې ښایي باور نشي کېدلی. لا هم د شک په سترګه ورته کتل کېږي.
پاکستان چې په کومه ورځ د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، نو په همغه ورځ به جنګ پای ومومي، ځکه چې طالبانو سره د سپکو او درنو وسلو همکاري پاکستان کوي. هغو ته یې په خپل هیواد کې پټن ځایونه ورکړي دي. ځکه افغان حکومت له پاکستان نه غواړي چې طالبان دې ته وهڅوي ترڅو له افغانانو سره سولې ته غاړه کیږدي.

له دې مخکې هم افغان چارواکو او د سولې عالي شورا پلاوي پاکستان ته سفرونه کړي ول چې پاکستان ورسره زیاتې وعدې کړې وې، خو پاکستان خپلې وعدې پوره نکړې. او اوس پاکستان یو ځل بیا غواړي چې د افغان سولې لپاره خپلې کړې وعدې تر سره کړي.

دا چې نړیوالو هم دا ویلي د ۲۰۱۹ میلادي کال به د افغانستان لپاره د سولې او له امن څخه ډک کال وي. په همدې وجه ښاغلی داوودزی وايي چې زما سفرونه به همداسې دوام ولري او پر پاکستان به لا زور واچو چې طالبان د افغان سولې او امن لپاره وهڅوي.

په تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د طالبانو خبرو او د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره په څلور اړخیزه غونډه کې د طالبانو ګډون ته هم پاکستان زمینه برابره کړې وه، پاکستان ته دا هم اسانه ده چې پر طالبان خپل زور واچوي او هغوی د افغان سولې لپاره وهڅوي او دې ته یې مجبور کړي چې له افغان حکومت سره تلپاتې سولې ته غاړه کېږي.

د افغان سولې لپاره پاکستان او متحده عربي امارات په ګډه سره کار کوي، د متحده عربي اماراتو د وزیرانو رئیس شهزاده شیخ محمد بین زاهد النحاد د پاکستان له لومړي وزیر سره په اسلام اباد کې لیدلي او د دواړو هیوادونو استازو د افغان په سوله خبرې کړي او دواړو دا توافق کړی چې په افغانستان کې سوله او امن راشي.