افغانستان لا هم غني ته اړتیا لري

افغانستان که له یوې خوا دا بدمرغي لري چې هر پنځوس کاله وروسته یو بهرنی او وسله وال تاړاک پرې را نازلېږي او د همدغه تاړاک په لمبو کې هم وطن سوځي، هم تاسیسات او نظام نړېږي او هم مو ګڼ هیوادوال قرباني کېږي، خو ترڅنګ یې دا لورینه هم پرې کېږي چې د دغه هر ناورین او تاړاک په منځ کې داسې یو څوک د افغانانو په منځ کې را پیدا کېږي چې جنګ ځپلي او وېشلی افغانستان بېرته سره پیوند کړي. نظام او تاسیسات له سره ورغاوي او د پرمختګ په لور چټک ګامونه واخلي او په څو کالو کې مو که د نړۍ نه وي، حداقل د سیمې سیالان مو کړي.

د انګرېز له یرغل وروسته چې هیواد ټوټه ټوټه شو او ملک الطوایفۍ په کې جوړې شوې نو په هغو کلونو کې اوسپنیز امیر عبدالرحمن خان خدای را نازل کړ. وېشلی افغانستان یې بېرته متحد کړ. نظام یې جوړ کړ. د خلکو سر او مال یې وژغوره. غله او زورواکان یې وځپل او خلکو ته یې امنیت او هوسایي راوستله.
د سقاوۍ له اړو دوړ وروسته د اوښتو زیانونو د جبران لپاره نادرخان راغی او بیا د هغوی زوی محمدظاهرشاه دغه لړۍ پسې وپالله، مګر د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل وروسته چې وطن ویجاړ شو او د جنګ لمبې لا هم نه دي کرارې، نو په همدغو بدو ورځو کې یو ژمن، مفکر او عالم افغان را ولورېد. ډاکټر محمد اشرف غني.

ډاکټر غني په بدو ورځو کې واک ته ورسېد. په داسې ورځو کې چې نه د غلو کمی و، نه د فساد، نه د قانوني سرغړونو، نه د مافیا او د نه هم د بهرنیو استخباراتو، مګر ولسمشر غني په دغو سختو شرایطو کې زړه ډبره کړ. جرئت یې وکړ او هر څه یې په لږ وخت کې مهار کړل.

د خلکو وېره یې له منځه یووړه، د افغانستان د بقا اندېښنه یې په باور او ډاډ بدله کړه. جنګ یې مدیریت کړ. د سولې هڅې یې پیل او تر اوسني پړاوه را ورسولې. د زیربنا، ترانزیت او اقتصاد په برخه کې یې پام وړ ګامونه واخیستل. د زورواکانو زور یې اوبه کړ، غاصبان یې نه یوازې له غصب منع کړل، بلکې غصب شوي جایدادونه او ملکیتونه یې ورڅخه واخیستل او مفسدین یې بندیان کړل.

ولسمشر غني دا ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې په داسې حال کې وکړل چې په نولسمه پېړۍ کې موږ منزوي شو، په شلمه پېړۍ کې د جنګ په ډګر بدل شو، مګر په یویشتمه پېړۍ کې کرار کرار بېرته د غني دبرنامو او هڅو له برکته خپل عادي ژوند ته ورګرځو.

سره له دې چې د غني هڅو او برنامو رنګ راوړی. ولس د ده د فکر او هڅو خواږه حس کړي او د دوی هیلې ورسره را ټوکېدلې دي، مګر افغانستان لا هم ولسمشر غني او د ده فک، هڅو او برنامو ته اړتیا لري او لا هم باید غني پاتې شي. غني باید د بل ځل لپاره او بیا هم د ولس په رایو راشي. د ولس غوښتنه همدا ده چې غني دې موږ له دغه بحراني حالته وباسي، موږ باور لرو چې هغه کولی شي.