
دلته نن قدر دوړندو سپيــن سهار نه پيژنــی
لمروسپوژمئ په کاڼوولی اغيـــــارنه پيژنــی
زموږدالما سوسره غمی په ډيرانوکــی پراته
بياسورګلاب دی پاڼـــی پاڼی ګلـــزارنه پيژنــی
دسرکوشــــونډوېي توېيړی دسروويــنوغوټــی
زمانرګـــــس نرګــــس جانانه بيـــــمارنه پيژنــــی
بيا زرپرستو سوڼی غــوړی وپردی ډول ته کړی
نن وزرماتی شنه توتيـــان تورشامارنه پيژنـــی
بيا دهوس په نيلـــــــی سپورعيـــــنی دړی وړی
زمـــــوږ دويرشپيلـــــــی دماته نګار نه پيژنـــــی
ستونی کی وچی دپلپل نن سندريزی نغمــــــــی
کاروان دسولی کی روان نـــــوبهارنه پيژنــــــی
داســـــــــمان ستوری وپوشـــــی په ترانو دامــن
سترګی ېي سری اناری شونډی پرهارنه پيژنی
الکــــوزی به دی خدمــــت ای ســروګلو ونــــــی
نن سپــــين اميل دملغلــــــرو غدار نه پيژنـــــی
په درناوی منان الکوزی کوټه