سترګې خوبولې خمار غواړي
دا مړاوي ګلونه بهار غواړي
شاید د الفت فصل زرغون شي
یار چې مې د اوښکو مطار غواړي
خدایه ډیوې مړې دي لاره ورکه
دغه تورې شپې مو سهار غواړي
دا د پښتو نښې شنه خالونه
پیغلې پښتنې نه وقار غواړي
نیکمرغه شې بهار په خیر راغلې
شاړې وچې دښتې سینګار غواړي
لاړ شه ورته ووایه ریباره
ستا په خولې د مینې شعار غواړي
باطل ته دا یو د عبرت نښه
لمسی دې اوس موږه اثار غواړي
ستا د وینو تږی دی میرویسه
څله ورته ګورې ګوزار غواړي
وروستي