اوف سولې چېرته يې زۀ تاپسې رنځوره يمـه
تـۀ مې بــاداره شــه راځـه زۀ دې مـــــزدوره يمـه
هسـې مې عمـر سـرو لمبـو او زولنـو کې تېـر شـو
قسـم پخداى چې بې ګنـاه يـم بې قصــــوره يمـه
داسـې هم نده چې قفـــس کې ژؤنـــد کولاى نشـم
ژړېــږم دې تـه چې لـۀ کــور کلــي مهجــــوره يمـهl
چې لـۀ کوڅـــې تېـــرېـږې زۀ ورۀ کې ولــاړه اوسـم
غــږ در کــولاى نشــم بـې حــده مجبــــوره يمــه
لۀ منـــزې نه چې څوک وپوښــتي خفـه ولې يې؟
ژر پـۀ خنــدا شـي وايـي وګـــوره مســـروره يمــه
وروستي