جنـګه نوربس کړه تۀ ځه ســولې ته لږ لار پرېږده
مـرګ خو مزې وکړې داځل نو ژوند ته وار پرېږده
دا ســـړى هــره ورځ روان وي تــابــوتــونه راوړي
دا ســړى پوه کړئ چې د مــرګ دا کاروبار پرېږده
د غـم سنــدرې، فريــادونه دلتــه زښــت ډېر شوي
اوس نــو اتــڼ تـه دغــه خلک ددې ښــار پرېــږده
يوې مـورکۍ پـرون شهيــد زوي ته ژړل ويـل يې
سبــا يې کوژدنې ته خو لـږ شانتـې ايسار پرېږده
چې امـن غواړې نو له خاورې دې نفــاق ورک کړه
پۀ خوب څۀ نۀ کېږي راويـښ شه انتـظار پرېږده
کـه ددې ښـــار حالـت بــدل نشــو نــو اى منــــزې
کــډه دې واخلـه نوره ځــه تــرې دا ِديــار پرېـږده
وروستي