شاه محمود قريشي وپېژنئ

شاه محمود قريشي وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
شاه محمود حسين قريشي د مخدوم ساجد حسين قريشي زوی، په ۱۹۵۲ز کال کې د پاکستان په پنجاب کې په يوه سياسي، مذهبي او شتمنه کورنۍ کې زېږدلی دی. د نوموړي د کورنۍ په اړه ويلي کيږي، چې په ديني بنسټ صوفيان او مجدديان دي او نيکونه يې په پنجاب کې د بهاوالدين ذکريا د زيارت د ساتونکو او مريدانو اداعا کوي. د قريشي کورنۍ په اړه دا هم ويلي کيږي چې د دين او مذهب لارې يې په ټولنه کې ځای پيدا کړی او له همدې لار د پاکستان سياست ته رادننه شوې کورنۍ ده.

د شاه محمود قريشي پلار مخدوم ساجد قريشي د پاکستان د وخت ولسمشر ضياالحق نېږدې کس، د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او يو وخت د پنجاب ايالت والي هم وو.

زده کړې:
شاه محمود قريشي د پوهنتون د ليسناس سند د لاهور له Forman Christian پوهنتون څخه او د ماسټرۍ سند يې د Corpus Christi, Cambridge پوهنتون څخه اخېستی دی. نوموړی په اردو، انګليسي، سرايکي او پنجابي ژبو خبرې کولی شي.

دندې:
- نوموړی چې کله د لومړي ځل لپاره سياست ته را دننه شو نو په ۱۹۸۵ کال کې د پنجاب په ايالت کې د ټاکنو لارې د ولايتي شورا غړی شو.

- په ۱۹۸۶ز کال کې يې ګوندي سياست ته مخه کړه او د پاکستان د مسلم لیګ ګوند غړېتوب يې واخېست.

- په ۱۹۸۸ز کال کې د ضياالحق له مړينې وروسته، د پاکستان مسلم ليګ ګوند دوه ټوټې شو، چې د يو برخې مشري يې پخواني لومړي وزير نواز شريف واخېسته او د ګوند دغه جلا شوې برخې ته يې مسلم ليګ (ن) نوم ورکړ او قريشي هم په دغه برخه کې کار پيل کړ.

- قريشي په ۱۹۹۰ کال کې د نواز شريف په حکومت کې د پنحاب ايالتي حکومت د پلان او پرمختګ وزير وټاکل شو.

- په ۱۹۹۳ز کال نواز شريف؛ قريشي ته د ولسي جرګې د ټاکنو ټېک رد کړ او په همدې اساس نوموړي د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند خوشی کړ او د بهټو کورنۍ د پاکستان د خلکو له ګوند سره يوځای شو.

- د بنظير بهټو په حکومت کې نوموړي له پنجاب ايالت څخه د پاکستان پارلمان ته لار پيدا کړه او په پارلماني چارو کې د دولت وزير هم وټاکل شو.

- شاه محمود قريشي په ۱۹۹۶ز کال د بنظير بهټو په مشرۍ د پاکستان د خلکو يا پييلز ګوند د وياند په توګه وټاکل شو.

- په ۱۹۹۷ ز کال کې د پروېز مشر په حکومت کې شاه محمود قريشي ته د اقتصادي شورا د سلاکار دنده وړانديز شوه، خو نوموړې رد کړه.

- نوموړي له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۲ز کالونو د ملتان د ښاروال په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

- په ۲۰۰۶ ز کال کې بنظير بهټو نوموړی د خپل ګوند د پنجاب ايالت مشر مقرر کړ.

- شاه محمود قريشي له شل کلن غړېتوب وروسته د بنظير بهټو د خلکو ګوند خوشی کړی او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د انصاف تحريک ګوند سره يوځای شو. په پاکستان کې د عمران خان په مشري د نوي حکومت په منځ ته راتګ سره شاه محمود قريشي د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو او تر نن ورځ همدغه دنده پر مخ وړي.

قريشي د خپلې دندې له اشغال وروسته لومړنی سفر افغانستان ته وکړ او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې يې د خپل هېواد د همکارۍ ژمنې کړې دي.