
قانوني په خپله تازه ویډیو کې پر دې اعتراف کړی چې ټلواله عملاً ماته شوې او واک نشي تر ګوتو کولی، ځکه هغه خپلو ملګرو ته وایي چې احمدولي مسعود دې د جهاد او مقاومت د داعیې ژوندي ساتلو لپاره نوماند وي، مګر نتیجه یې معلومه ده چې هغه نشي بریالی کېدلی.
دا لومړی ځل دی چې د ټلوالې او جمعیت مخکښ غړی په خپله ماتې اعتراف کوي او دوی له زړه دا منلې چې نه واک ترلاسه کولی شي او نه هم ولس پر دوی اعتماد کولی شي. دوی چې قانوني لارې څخه واک ته له رسېدو نهیلي شوي دي نو په نورو دسیسو یې لاس پورې کړی دی.
نوې دسیسه یې داده چې ولسمشر باید درې مرستیالان ولري. اجرائیه ریاست دې په صدارت بدل شي او همدارنګه دې یوه عالي مشورتي شورا هم تاسیس شي چې جهادي رهبران او مشران به په کې حضور ولري.
له دې څخه د جمعیت یا قانوني موخه څه ده، دوی تل د خپلو تنظیمي ، قومي او شخصي ګټو په فکر کې وي او له دې لارې دی داسې ګڼي چې ډېر واک او ځواک به ترلاسه کړي، ځکه دوی داسې پلان کړی دی چې د ولسمشر په درې مرستیالانو کې به یو حتماً د دوی وي. کله چې د ولسمشر یو مرستیال د دوی د ډلې سړی وي، نو هغه له خپل موقف څخه د جمعیت او خپل قوم لپاره زیاته ګټه کولی شي.
دویم تاکید یې په نیمه ریاستي یا صدارتي نظام دی، دوی غواړي اوسنی اجرائیه ریاست په صدارتي پوسټ بدل کړي او د دغه پوسټ مشر بیا د جمعیت له ډلې څخه یو څوک وي، نو دوی به په دې کې هم ګټه وکړي او زیات واک او قدرت به ځانته انحصار کړي.
بل تاکید یې په مشورتي عالي شورا ده چې ولسمشر ته به مشورې ورکوي او په یو ډول به ولسمشر د دوی له لوري منحصر وي. په دې کې به د ده په وینا پخواني جهادي او سیاسي رهبران وي او د جهاد او سیاست ټېکه خو معلومداره دوی اخیستې ده او دوی به خپل کسان بیا دلته ځای پرځای کړي.
قانوني سره له دې چې اعتراف کوي چې دوی ته نه څوک رایه ورکوي او نه ولسمشري ګټلی شي مګر بیا هم په بېلابېلو حوزو کې کوښښ کوي چې زیات واک ترلاسه کړي.
قانوني په دې فکر کې نه دی چې د هیواد امنیت او ثبات باید څنګه وي، په دې هم نه غږېږي چې اقتصاد، زیربنا او بیارغاونه به څنګه وي. د سولې پروسې یادونه هم نه کوي. کومه بله مهمه ملي برنامه چې وطن او خلکو ته یې خیر ورسېږي هم د هغه په ذهن کې نشته، دوی یوازې او یوازې په خپلو ځانونو او ګوندونو فکر کوي.
دوی له افغانستان څخه د سوداګرۍ او معامله ګرۍ دوکان جوړ کړی دی او په دغه دوکان کې هر ډول سودا هم پلوري او هم یې پېري. دوی که له یې خوا د معامله ګرۍ په دغه بدرنګه سودا کې ځان پلورلی، نو له بلې خوا څخه یې محمدحنیف اتمر هم پېرلی دی او هغه یې دېته واداره کړی دی چې د دوی ټولې غیر قانوني غوښتنې ورسره ومني.