د امنیتي منسوبینو لا ویښتیا ته اړتیا ده

د ملي امنیت اداره د ټولنې د غړانده سترګو او ویښ ذهن حیثیت لري. د ملي امنیت منسوبین چې څومره بیدار وي، نو همغومره به خطرونه او تهدیدونه کم وي، ځکه دوی کولی شي چې د ترهګرو او دښمن ټول فعالیتونه په نطفه کې خنثی کړي او یا یې هدف ته له رسېدو دمخه چاره وکړي.

په اوسني وخت کې چې په افغانستان کې استخباراتي جګړه جریان لري، نو د ملي امنيت اداره د يوه بنسټ په حيث د باثباته ټولنې تر ټولو مهمه برخه ده او د دوی فعالیت ته لا زیاته اړتیا لیدل کېږي.

په دې وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې چې وطن مو د رسمي او نارسمي شبکو د ټکر محراق ګرځېدلی دی او دوی خپله زورازمایي دلته کوي چې قرباني یې زموږ خلک او ولسونه دي او د نظام جوړونې بهير یې له ګواښ سره مخ کړی، نو د امنیتي او کشفي ارګانونو ویښتیا او فعالیت ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده، ځکه د ملي امنيت ادارې نقش ته په پام سره باید د ملي امنیت اوپراتیفي معلومات په دقیقه توګه تحلیل او وسنجول شي، ځکه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پلان د همدغو معلوماتو به اساس برابرېږي.

د ملي امنیت د منسوبینو معلومات چې څومره دقیق وي او په ښه توګه وسنجول شي، نو پوځي عملیات او اقدامات به همغومره موثر وي. ملکي او زموږ پوځي تلفات به صفر ته راښکته کړي، مګر دښمن ته به مرګوني زیانونه ولري.

د ولسمشر غني د حکومت په تېرو څلور نیمو کالو کې ټول فعاليتونو د ملي امنيت په اداره کې متمرکزه شوي او کاري تداخل له منځه تللی دی. ضوابطو ته پام ډېر شوی. مسلکي کسان ځای پرځای شوي. د مالي سرچينو د ناوړې او د نامؤثرې ګټې اخيستنې مخه نيول شوې.

په دې کې شک نشته چې زموږ د ملي امنیت منسوبین د خلکو د امنیت او د ټولنې د نظم او ثبات لپاره هره ورځ قربانۍ ورکوي، هلې ځلې کوي، مګر له بده مرغه لا هم په ښارونو او زیاتو سیمو کې دښمن وخت ناوخت ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي. دغو بریدونو ته په کتو زموږ د امنیتي ځواکونو لا ویښتیا ته جدي اړتیا ده.

دوی باید دښمن وڅاري. دښمن مخکې له دې چې له پولو را واوړي او یا ښارونو ته ورسېږي دوی یې باید تعقیب کړي او په یو مناسب ځای کې یې له منځه یوسي. کشفي ارګانونه چې څومره خپل فعالیت تېز کړي او همدارنګه خپلمنځي همغږي ولري، نو همغومره به د دوی کار موثریت پیدا کړي. په دې کې شک نشته چې د پاکستان استخبارات مسقیماً د دښمن په بریدونو کې لاس لري، هغوی ته پلان او پروګرام ورکوي، د هغوی رهبري کوي، هغوی ته داسې لارې او ګودرې ورښیي چې تشخیص به یې یو څه ستونزمن وي، مګر که د ولایتونو او لویو لارو امنیتي او دفاعي مسوولین او کشفي ارګانونه خپلمنځي همغږي او همکاري ولري، نو د دښمن د ټولو شومو پلانونو مخه نیولی شي.

په وروستیو څلورو کالو کې د ملي امنیت اداره کې له کادري او کاري پلوه پام وړ پرمختګ راغلی. د دښمن ګڼ پلانونه خنثی شوي، د ډېرو وحشیانه بریدونو مخه نیول شوې او ډېر ترهګر یا نیول شوي او یا هم له منځه وړل شوي دي، مګر په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده، تر څو زموږ هیوادوال په ارامه فضا کې ډاډه او هوسا ژوند ولري.