
يوه ښايسته جينۍ له واده نه مخکې ناجوړه شوه او ټول مخ يې داسې له دانو ډک شو چې نښې يې د جينۍ ټول مخ خراب کړاو خپل ښايست يې د لاسه ورکړ.جينۍ د خپلې څېره لپاره ډيره خپه وه.د جينۍ کوژدن به هره ورځ پوښتنې ته ورتلو او همدا به يې ويل چې سترګې مې درد کوي او نه شم کولی چې په سمه توګه هر څه وګورم.
څو وخته وروسته دواړو واده وکړ.خلکو به همدا ويل چې څه عجيبه ده اوس چې د جينۍ مخ د ليدو نه دی د هلک سترګو هم کار پريښوداو نه شي کولی چې د خپلې ميرمنې بدرنګي وګوري.
۲۰ کاله وروسته هغې ښځې له دې فاني دنيا نه يې سترګې پټې کړې او لاړه.په هماغه ورځ خاوند يې خپله امسا وغورځوله او سترګې يې پرانيستې.خلک حيران شول چې دا څنګه خبره ده.
هغه وويل: ما يواځې د مينې شرط پر ځای کړ او بس............