
له ډيره وخته مې غوښتل يو څه درته ډالۍ کړم خو نه پوهيدم چې څه شی به ستا وړتيا ولري .
ګل وويل:ما ډالۍ کړه، چې په خپل ښه بوی سره يې ښاده کړم!
ما وويل : هغه په خپله ګل ده !
ځوز وويل : ما واستوه، چې د دښمنانو سترګې يې ړندې کړم!
ما وويل :هغه دومره مهربانه ده چې دښمن نه لري.
نا څاپه مې د زړه اواز تر غوږ شو چې ويل يې : ما ډالۍ کړه، چې مينه ورسره وکړم!
او دا ده زه يې هم په اخلاص سره تاته ډالۍ کوم....