د قانوني تازه څرګندونې

د ټلوالې غړی محمدیونس قانوني په یوه تازه ویډیو کې د تړلو دروازو ترشا له خپلو ملګرو سره د زړه خواله کړي. دا خواله تر ډېره پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ور ټول دي. ښاغلی قانوني ښه د زړه له اخلاصه او بې چوخسه غږېدلی دی، ځکه هغه ډاډه دی چې خبرې یې همدلته خوندي کېږي او د خپرېدو امکان یې نشته، مګر دغه خبرې پټ په پټ ثبت شوي او بیا له رسنیو سره شریکې شوې دي.

ښاغلی قانوني خپلو ټلوال خېلو ته مشوره ورکوي چې د نظام ساختار باید بدل شي. یانې له ریاستي څخه نیمه ریاستي شي. اجرائیه ریاست په صدارت بدل شي. د ولسمشر واکونه راکم شي. یوه بله شورا جوړه شي او په هغه کې د دوی په وینا جهادي او سیاسي مشران حضور ولري او همدارنګه ولسمشر باید درې مرستیالان ولري.

قانوني له دې نهیلی شوی دی چې د ولسمشرۍ څوکۍ دې د دوی ملګري وګټي په وضاحت سره وایي. مګر ټینګار یې پر دې دی چې د نظام د بدلون له لارې باید واک انحصار کړي. د جهاد او مقاومت د داعیې ژوندي ساتلو لپاره د احمدولي مسعود کاندیداتوري ته اشاره کوي او واضح وايي چې هغه مناسب دی زموږ ملاتړ باید له هغه سره وي مګر سره له دې چې کامیابېدلی نشي.

قانوني دغه د ساختار تغیر د افغانستان او افغانانو د ښېګڼې لپاره نغواړي، هغوی د ځان او خپل راتلونکي نسل غم اخیستي. دوی خپلې ګوندي او قومي ګټې پالي. حتی نظام او وطن هم د دغو وړو ګټو قرباني کوي.

قانوني په دغه غږیزه ویډیو کې په وضاحت سره وایي چې دوی نه ولسمشرۍ ګټلی شي او نه یې هم څوک ورکوي. نو دوی باید د ساختار د تغیر لپاره هڅې وکړي. هغه وایي د دې لپاره یې بیا بیا له ولسمشر غني سره خبرې کړي، مګر هغه په ډېر شدت او قوت دا خبره ردوي. هغه وایي د نظام بدلون او اساسي قانون زما لپاره سرې کرښې دي او په هیڅ صورت یې هم نه مني.

مګر د قانوني په وینا چې ښاغلي اتمر ورسره دا ټوله معامله منلې ده. هغه ټینګار کوي چې د اتمر ملاتړ باید وشي، ځکه چې هغه هم د ساختار بدلون منلی او هم اتمر هغه یوازینی کس دی چې ډاکټر غني له ارګ څخه اېستلی شي.

له تېرو څلوښتو کالو راهیسې وطن د جنګ په لمبو کې سوځي. هیوادوال مو هره ورځ قرباني ورکوي. ولسمشر غني د دغه جنګ د ختمولو او د ولس د خوندیتوب هڅې کوي، مګر سیاسیون په ځانګړي ډول جمعیتان د خپلې ګېډې غم اخیستي. دوی لا هم په خپلو شخصي ګټو تمرکز لري او لا هم داسې طرحې او برنامې تراشي چې له امله یې هیواد بحران ته تللی او دوامدار په بحران کې پاتې کېدلی شي.

ولس دې ویښ شي، ولس دې هوښیار شي، ولس دې د ډاکټر غني ملا ور وتړي چې له اوسني بحرانه یې خلاص کړي. چې مافیا او معامله ګر نور هم څنډې ته کړي او هیواد او هیوادوال د تل لپاره د دوی له شر او معامله ګرۍ څخه خوندي کړي. د ښاغلي قانوني تازه څرګندونې د دې هر څه ښکاره ثبوت دی او باید باور ورباندې وشي.