حماسه

حماسه د ادبیاتو یو ځانګړی ژانر دی، هغې لیکنې ته ویل کېږي چې داستاني بڼه او قهرمان ولري. قهرمان یې باید له عادي انسانونو څخه لوړ کارونه ترسره کړي. حماسه په نثر او نظم دواړو لیکل کېږي. لکه د پښتو شفاهي حماسې (مومن خان او شیرنو، موسی جان او کلمکۍ یا هم لیکنۍ حماسې لکه محمود نامه.....) حماسي شعر هغه شعرته ویل کېږي چې د یوه کس یا ټولنې ویاړنه پکې راغلې وي. حماسي شعر له حماسې سره ډېر توپیرونه لري. یو ستر توپیر یې دا دی چې حماسه داستاني بڼه لري؛ خو حماسي شعر داستاني بڼه نه لري. .... د حماسې په اړوند مخکې داسې څه نه ؤ چې موږ له نورو توکو سره پرتله کړې وای او دا مې ویلي وای چې حماسه د ادبیاتو یو ځانګری ژانر دی. په ۱۳۹۷ل.ل کال پوهاند جمشید رشیدي د حماسي ادبیاتو تر سر لیک لاندې یو کتاب لیکلی دی. په هغه کې یې د حماسې توپیر له حماسي شعر سره په ډېره ښه توګه کړی دی. د ویاړنې او حماسې ترمنځ یې هم په ډېر غور د بیلتون کرښه ایستلې ده. په دې اثر کې یو شمېر بهرنۍ حماسې هم لنډیز شوې دي او هغه نښې یې پکې ښودل شوې چې دوی یې د حماسې پوړ ته خېژولې دي. ځینې پښتو شفاهي او لیکنی حماسې یې هم لنډیز کړې دي. لکه: ادم خان او دورخانۍ، موسی جان او کلمکۍ... په دې اثر کې د پښتو لیکنۍ حماسې لنډیز هم شوې چې یوه یې د تخت غمی دی او دوهمه یې د ځانځاني ښامار ده. په پای کې به د ځانځاني ښامار په اړوند خبرې وکړو چې آیا دا رښتیا حماسه ده؟ حماسي ادبیات که څه هم د حماسې په پېژندلو او د هغې توپير له نور توکو سره يو ښه ماخذ دی، مګر یو شمېر خامۍ پکې تر سترګو کېږي.

ارواښاد استاد روهي په ادبي څېړنې کې لیکي: (د کوم کتاب چې ژبه سمه نه وي، هغې ته یو بشپړ اثر نه شو ویلی)

دا ستونزه په حماسي ادبیاتو کې تر پایه لیدل کېږي، لیک نښې او یاګانې په خپل ځای نه دي کارولې، جمله بندي یې هم سمه نه ده؛ ځکه په آسانه ترې مطلب نه اخیستل کېږي. که چېرې د ګرامر په ژبه له دې آثر پوښتنه وشي باور لرم چې نه یې شي حل کولای. بله دا په دې کتاب کې ځینې بهرنۍ حماسې لنډیز شوې دي. یو ناول که څوک لنډیز کوي باید دومره غور پرې وکړي، ترڅو د لوستلو په وخت کې څوک دا و نه وایي چې لنډیز یې لولم. په حماسي ادبیاتو کې بهرنۍ لنډیز شوې حماسې نه یوازې لنډیزي ستونزه لري؛ بلکې ګونګې دي. په آسانه ترې مطلب نه اخیستل کېږي....

یوه بله تشه دا ده په دې اثر کې ځانځاني ښامار د حماسې په کالب کې تشریح شوی دی. حال دا چې هغه حماسه نه دی. ځانځاني ښامار د ارواښاد مجروح اثر دی پکې ګڼ شمېر ارواپوهنیز او فلسفي مسایل راغلي دي. په دې کتاب کې د انسان د ذهن د سپړلو هڅه شوې ده. د انسان د ذهن په دواړو برخو یې خبرې کړې. په کې راغلي که چېرې یو انسان د نارګیسیت ناروغي ونیسي له خپل شعور لرې کېږي او لاشعور ته ځان رسوي چې په پای کې په رواني ناروغۍ آخته کېږي.....

د ځانځاني ښامار په اړوند استاد غضنفر وایي: (سمبول د هغه مطلب له پاره چې چندان واضح نه وي او پوهه ورباندې پوره برلاسې نه ده ښه ذریعه بلل کېږي. څرنګه چې په دغه کتاب کې د بنی آدم د ذهن د سپړلو هڅه کېږي او د ذهن لویه برخه د لاشعور په تیارو کې پټه ده؛ سمبول د داسې موضوع د بیان لپاره مناسبه ذریعه ده. نامتو ارواپوه زېګمنډ فرویډ وايي: چې د انسان ذهن د یخ داسې یوې ټوټې ته ورته دی نهه برخې یې تر اوبو لاندې وي او یوازې یوه برخه یې را وتلې وي. مانا دا چې د ذهن صرف ډېره وړه برخه بیداره او هوښیاره ده. ارواپوهنې ثابته کړې چې زموږ خوی او شخصیت د نا هوښیار ذهن او ضمیر یعنې د لاشعور تر آثر لاندې دی. زموږ اصلي څېره تر ډېره حده په لاشعور کې پټه ده، هغه څېره چې زموږ نه خوښیږي او هېره کړې مو ده. په ځانځاني ښامار کې لاروی وایي: چې زموږ ښار په بیابان کې د کوچني ځای مثال لري چې له ریکستانه توپان راشي، لاندې به یې کړي. یعنې لاشعور کولای شي چې شعور تباه کړي) له پورتنۍ یادونې مې مطلب دا ؤ چې په هېڅ صورت ځانځاني ښامار حماسه نه شي کېدای هغه یو سمبولیک اثر دی....