بدلون

د پښو له ترپا سره مې زړه لړزه پیل کړه. پر بړستن کې مې ځان ونغښت. دومره تاب را په کې نه و چې ورته وګورم. په څو شېبو کې له ویرې لوند خېشت شوم. کرار مې د بالښت اړخ ته لاس کړ. دې مبایل سکرین ته ځیر شوم. د شپې دولس بجې وې. له دې سره مې وېره دوه برابره شوه، ځکه له ځینې خلکو مې اورېدلي و (پر دې وخت شپه درنه وي، له بلاګانو او پیرپانو نه د امن په خاطر باید بسم الله او کلمې وویل شي) نو زما هم چې څه زده و، ټول مې پر ځان چوپ کړل. زړه مې غټ کړ. بړستن مې چوله کړه؛ خو هېڅ مې و نه لېدل. خوشاله شوم، پړه مې پر وم واچوه. ناڅاپه بړستن رانه کش شوه. چېغه مې وکړه. ژر کېناستم. سترګې مې کلکې ومښې. تر کړکۍ رالوېدلي خپ تروږمي ته څه تېر شول. منډې ته مې ځان سم کړ. پورې یې وهم. ولوېدم. د کوټې کونچ ته برابر شوم. راباندې غږ یې کړ:
ـ ولې ډارېږې؟

زما زړه بیخي ستي پیل کړه. بې هوشي ته نږدې وم. هېڅ نه کېده. د تېښتې لار هم نه وه او نه په ګاونډي اوطاقو کې څوک و چې غږ مې پرې کړی وای. زه لا چورتونو پر مخ کړی وم چې بیا یې راته و ویل:
ـ ما ته وګوره!

مړ ګروپ روښانه شو. مخامخ مې پر داسې شي نظر پرېوت چې تر دې دمه مې هېڅ ځای نه و لیدلی. چیغه مې وکړه. غبرګ لاسونه مې تندي ته ونیول. سر مې ښکته ځوړند کړ. تر وېښتو یې ونیوم. راته کړل یې:
ـ مه وېرېږه، مخکې خو به دې هر څه زما له پرېکړې سره سم کول.

کله چې تېښته ناشونې شوه، نو اړ شوم چې خبرو ته یې غوږ شم؛ ځکه نور مې څه په وس پوره نه و. ورته ځیر شوم. قد یې د انسان په څېر و چې له ګڼو وېښتو یې د بدن پوستکی نه مالومېده. پزه یې نه درلوده. مخ یې هم پر وېښتو پټ و، یوازې سترګې او شونډې یې ښکارېدې. لاس یې هم یو و.
په ورېدلي غږ مې ورته ووېل:
ـ ته څوک یې او له ما څه غواړې؟

مسک شو، وېښته مې یې پرېښودل. شا ته لاړ. شونډې یې وخوځېدې:
ـ ستا د ظاهري پرېکړو، رهبر!

شېبه غلی وم، وروسته مې ورته وویل:
ـ نو دا ماتې او ناخوښی ستا رهبریت و؟

هو، ممکن له تا داسې شخص جوړ وای چې تر دې دمه په نړۍ کې نه و تېر شوی. داسې موقف درته انتظار و چې ډیری کسانو یې دپیسو په وسیله هم نه شي خپلوای. مطلب ته یو بهترین کس وې، خو....

ـ خو؟
په ځیر یې راته وکتل، بیا یې وویل:
ـ خو چې زما ملګرتیا د نه وای کړې.

زه فکرونو وړی وم. بیا یې خبرې شروع کړې:
ـ پر خپله هره ښه کړنه ده چې نیوکه کړې، زما پیدایښت ته یې لار هواره کړې.

ښه ذهن دې لرو؛ خو چې تا ښه نه ګاڼه، اوس چې ووایې سم دی، زه درته وایم چې ناسم دی او ته یې هم راسره منې.

هر څه دې زما تر واک لاندې دي. ترڅو چې زما رهبري وي ستا پر مختګ ناممکن دی.

خوله یې وموښه، کیناست. تر شا یې ډېره ښکلې او څو ډوله رڼا وشوه، خو څو چې ما سمه درکوه، ورکه شوه. غوښتل مې په اړوند یې ترې پوښتنه وکړم، څو چې مې خوله سوال ته جوړه وه. ده راغبرګه کړه:
ـ دا ښکلې ړناګانې دې ولېدې؟

ـ هو، د څه شي وې؟

ویې خندل:
ـ همدا ړنایي ستا هغه رهبر و چې ته یې بري ته رسوې؛ مګر تا ورسره ملګرتیا ونه کړه.

دا باطني رهبر دې یو وخت همدمره در نږدې و، لکه زه؛ خو تا وفا ورسره ونه کړه او ما ته دې ښه راغلاست ووې.
څو شېبې غلی و. د اوبو جګ یې پر سر واړو او زیاته یې کړه:

یاد لره، ستا ظاهري بری له باطن پیلږي؛ ترڅو چې په باطن کې ځان بریالی نه کړې، ظاهري ناشونی دی. دا چې هر څه دې درک کړي و؛ خو د کوچنی ماتې له کبله دې زما ملګرتیا ومنه او له ډېرو فرصتونو بې برخې شوې...

خبرې مې ورپرې کړې:
ـ هیله کوم، له دې حالت څه ډول ځان خلاص کړم.

ـ څه ډول دې زه خپل کړم؛ همغه ډول هڅه او کوښښ وکړه؛ خو ډېر صبر او زیار غواړي.

مطلب، د ماتې پر ځای بریا، د خپګان پر ځای خوښي او... ته په باطن کې ځای ورکړه.

ګروپ مړ شو، د مبایل فلش مې روښانه کړ، دی هم نه و. تر سهار په فکرنو کې ډب وم او شپه په وېښه راباندې تېره شوه....
پای