
د افغانستان ملي اردو تر بل هر وخت د خلکو زیات ملاتړ چې د نظام دمشروعیت یو مهم اصل دی له ځانه سره لري. پر ملي اردو د خلکو زیات باور دملي حاکمیت دټینګښت لامل ګرځي او د ملت او حکومت تر منځ داړیکو په ټینګښت کې هم مهم رول لوبولای شي.د نظام مشروعیت د دولت، خلکو او اردو په معادله کې ښه څرګندېږي.
زموږ اردو رضاکاره اوخپل خوښې ده، ځکه دوی هیچا هم نه دي مجبوره کړي، بلکې په خپله خوښه او د وطن پالنې د احساس له مخې یې د وطن د دفاع په خاطر وسله اخیستې او د وطن د پت پالنې مورچل او سنګر یې نیولی دی. د ملي اردو بنسټیزه دنده دخاورې او په ټول هېواد کې د واکمنۍ د ټینګښت دفاع کول دي، چې عملاً په همدغه مهمه او سپېڅلې دنده بوخت دي.
د ملي اردو دنده دهیواد سرحدي پولوته پاملرنه او د هغو نا امنیو پر وړاندې مبارزه کول دي چې زموږ ملي حاکمیت تر ګواښ لاندې راولي، په همدې حال کې باید اردو دځواک دکارونې لپاره تر ټولو وروستۍ وسیله وي، تر ټولوښه اردو هغه ده چې نظام یې دکارونې اړتیا ونه ویني، مګر زموږ اردو پر هیواد د تپل شوې جګړې له امله سر او کال په جګړه بوخته ده.
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د دفاع، نظم او ثبات د تامین ترڅګ دطبیعی پېښو پر وړاندې مبارزه د پوهنې او روغتيا په پراختیا اونورومدني فعالیتونوکې هم ونډه اخلي او په سختو شیبو کې خلکو ته ځانونه رسوي، نو د خلکو په منځ کې یې محبوبیت ورځ تر بلې زیاتېدونکی دی.
بل مهم اصل چې داردو اړیکې له دولت اوخلکو سره ټینګوي، پر اړیکو د ضوابطو برلاسي، د مسلکي اصولو پلي کول او په اردو کې دمراتبو سلسلې ته پام کول دي. ولسمشر غني په دې برخه کې ځانګړي اصلاحات راوستل. له همدې امله اوس په اردو کې ترفیع او تقاعد دځانګړو اصولو له مخې تر سره کېږي او پر دې اصولو باور کول د سیاسي نظام او اردو تر منځ دباور دفضا د پیاوړي کولو سبب ګرخي او هغه مهمې کړنې تر سره کېږي چې تر مخه یې اردو دیو معتبر بنسټ په توګه خپل اعتبار او پخوانی موقف تر لاسه کړي.
زموږ د اردو هغه مهم قشر چې ډېره پاملرنه ورته نه وه شوې، هغه دبرید ملانو ډله ده، برید ملان دمنصبدارانو او سرتېرو تر منځ دپله حیثیت لري، د هغوی ډېرې برخې دخپل چوپړ موده غزولې ده خو هغوی لپاره دمنصبدار کېدو زمینه نه وه برابره شوې. مګر په تېرو څلورو کالوکې د دې بریدملانو وضعيت مطالعه شو او په راڼه ډول ورته دمنصبدارۍ زمینه برابره شوه.
زموږ اردو د ولسمشر غني د هڅو او ځانګړې پاملرنې له برکته هم له محاربوي او هم له پوځي او مسلکي پلوه غښتلې شوه، مجهزه شوه، ستونزو ته یې رسیدګي وشوه او لا هم په دې برخه کې هڅې جریان لري.
امنیتي او دفاعي ځواکونه په تېرو څلورو نیمو کلونو کې همغږي او همکار شول. د دوی په منځ کې قومي او سلیقوي مسایل او کوچني سیاستونه له منځه تللي، دوی پر افغانستان باور لري او د هیواد هره لوېشت خاوره خپل وجود بولي چې د دفاع او ساتنې لپاره یې شپه او ورځ کار کوي.