
پاکستان چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت په سیاسي لحاظ په نړیواله کچه د ترهګرۍ، تشدد، افراطیت او وحشت له امله په سیمه او نړۍ کې زیات بدنام شوی دی، باید دوه کاره وکړي. یا دې خپل اصلیت څرګند کړي او پر پاکستان لګېدلي تورونه دې غلط ثابت کړي او یا دې هم خپل دریځ بدل کړي، له ظلم، وحشت او ترهګرۍ دې لاس واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین چې د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې یې سوله ییزې غونډې او لاریونونه وکړل او پاکستاني مقاماتو ته یې خپلې غوښتنې په ډېر وضاحت او صراحت بیان کړې. پاکستان باید د دوی غوښتنې ومني، د دوی قناعت او رضایت ترلاسه کړي. تر هغو چې د دوی برحقه او انساني غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به له خپلې مبارزې لاس وانخلي.
پاکستان نه یوازې د منظور پښتون غوښتنې نه اوري، بلکې په یوه او بله پلمه د دوی مبارز ملګري نیسي، تهدیدوي یې او پر هغوی فشارونه راوړي، مګر دا د وېرولو خلک نه دي، دوی په تهدیدونو نشي کرارولی. پاکستاني مقامات که رښتیا هم امن پسنده وي، نو د دوی حقونو ته دې درناوی وکړي. له دوی سره دې مذاکرات وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې انساني او قانوني غوښتنې لري. دوی نه منصب غواړي، نه مقام غواړي، نه سیاست کوي او نه هم کومه بله لوبه چې پاکستان ترې وېره ولري او یا هم ورباندې شک وکړي. دوی خپل عزت غواړي، خپل امن غواړي، خپل حقونه غواړي او خپلې ازادیانې غواړي، ځکه د پاکستان پوځ د دوی هر څه ورڅخه اخیستي. دوی په خپلو کورونو او سیمو کې ارام ژوند ته نه پرېږدي او پر دوی یې ډېر بې ځایه محدودیتونه وضع کړي دي.
پاکستاني مقامات نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د اورېدلو او منلو جرئت نه لري، بلکې هره ورځ پر دوی کړۍ راتنګوي، د دوی اوازه خاموشه کوي او پر رسنیو یې بندیزونه لګولي چې د دوی غوښتنو او فعالیتونو ته هیڅ ډول انعکاس نه ورکوي. ښاغلي پښتین د خپلو ملاتړو نه وغوښتل چې پدې نه خپه کېږي چې پاکستاني رسنۍ یې احتجاجونه نه خپروي. هغه وویل زمونږ غورځنگ به بیا هم جاري وي. "دا چې پاکستاني رسنیۍ زمونږ احتجاجونه ولې نه خپروي، په دی سوچ وکړئ، دلته ستاسو لپاره په رسنیو کې ځاې نشته، ژوند خو پریږده. دوي زمونږ د امن د غوښتنې په ضد ولاړ دي."
د ښاغلي پښتین په وینا، پاکستان ورسره مدام دوکه کړیده. "په واڼا کې یو احتجاجي غونډه وشوه، د هغې نه وروسته یې په دغه سیمې کې ټیلفونونه بند کړل. چارواکو زمونږ ملگرو ته وویل چې مذاکراتو ته حاضر شي سردار عارف چې مذاکراتو ته ورغی نو هغه یې توقیف کړو او تراوسه پورې هغه په توقیف کې دی، د هغه سره څوک حتی د ملاقات اجازه نلري."
پاکستان په دغه اوسني دریځ او چلند سره نه په پاکستان او سیمه کې ښه نوم خپلولی شي او نه هم پر دوی لګېدلي تورونه دروغجن ثابتولی شي، پاکستان اوس د ترهګرۍ د تولیدونکي هیواد په نوم بد شهرت لري. پاکستان لا هم د دسیسې او زور په تیورۍ باورمن دی او فکر کوي چې له دې لارې به هدف ته ورسېږي، مګر دا لاره یې غلطه ده. دا لاره او دریځ باید په اساسي توګه بدل کړي.