ټاکنې حتمي دي

په دې ورځو کې چې د سولې هنګامه ګرمه ده، نو ځینو ورسره دا ناره هم غبرګه کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنې نه کېږي او د منتخب حکومت پرځای به د جوړجاړي له لارې موقت حکومت جوږېږي. دا د دښمنانو تبلیغات دي، دوی غواړي چې له یوې خوا پر ټاکنو ملي پروسه عامه اذهان مشکوک کړي او له بل لوري د منتخب حکومت پر ځای موقت حکومت ته لابي وکړي. ترڅنګ یې د سولې راتګ هم متزلزل کوي.

مګر موږ د موقتو حکومتونو ډېرې بدې او ترخې خاطرې لرو، ځکه د مجاهدینو له بریا وروسته په راولپنډۍ کې د جهادي تنطیمونو په موافقه او د پاکستاني مقاماتو په فرمایش حضرت صبغت الله مجددي د دوه میاشتو لپاره د موقتې ادارې مشر وټاکل شو، مګر افغانستان ته د مجددي له راتګ سره افغانان په خپلو کې په کورني جنګ سره اخته شول او له همغې ورځې څخه افغانستان بحران ته ولاړ. دولتي تاسیسات ویجاړ شول او خلکو ته د سر او مال پرېمانه تاوانونه واوښتل.

طالب وسله وال چې دا مهال په افغانستان کې نیابتي جګړه پرمخ بیایي د همدغو کورنیو جګړو زېږنده دي. هغه مهال چې پاکستان دې نتیجې ته ورسېده چې جهادي تنظیمونه نور له اعتماد او کاره لوېدلي دي نو د طالبانو ډله یې را پیدا کړه، دوی یې تمویل کړل او دومره یې غښتلي کړل چې واک ته یې ورسول او د سپتمبر له یولسمې پېښې وروسته دوی له واک څخه وشړل شول او یو ځل بیا د ولسمشر کرزي په مشرۍ په بن کې د شوې پرېکړې په اساس موقته اداره یا حکومت جوړ شو.

د ولسمشر کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې په ترکیب کې پخواني جنګسالاران او پخواني رقیبان سره راټول شول. نړیوالې مرستې ضایع شوې، فرصتونه ضایع شول، فساد ته زمینه برابره شوه، هر څه حیف او میل شول او افغانستان همغسې وران، ویجاړ او احتیاج پاتې شو، بل لورته جګړه ورځ تر بلې سختېده.

لنډه دا چې افغانان د موقتو حکومتونو ترخې خاطرې لري او دوی به هیڅ وخت هم دېته زړه ښه نه کړي چې د منتخب حکومت پر ځای دې موقت حکومت جوړ شي. دا سمه ده چې سوله زموږ اړتیا او غوښتنه ده ، مګر داسې هم نه چې د سولې لپاره دې منتخب حکومت پرځای موقت حکومت رامنځته شي، موږ هم سوله غواړو او هم د ولس په رایه او اعتماد ولاړ منتخب حکومت غواړو. موږ نه غواړو چې افغانستان بیا بحران ته لاړ شي او پر هیواد تپل شوې جګړه لا پسې اوږده شي.

افغانان په ولسواکۍ باور لري او اوس یې د واک د لېږد سوله ییزه لاره هم تجربه کړه او دوی درک کړه چې ټاکنې د یوه منتخب حکومت څخه بل منتخب حکومت ته د سیاسی قدرت د انتقال د پروسې د مدیریت لپاره تر ټولو غوره میکانیزم دی. د ټاکنو په پروسه کې د خلکو پراخه ګډون، د ټاکنې د پروسې د روڼوالي تامین، د خلکو د رایو ساتنه او ټاکنو پایلو ته درناوی د یوه ولسواک نظام له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. په همدې اساس د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت د دغه ولسواک بهیر د لا زیات بنسټیز کولو لپاره چمتو دی او ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي.