
د سولې مذاکرات به له هیله مندۍ ډکې فضا کې پیل شي، خو په ورته وخت کې به ننګونې او ستونزې هم په دې لاره کې موجودې وي. د ملي یووالي حکومت داخلي او سیمه ییزې موانع او ننګونې په ښه توګه درک کوي، خو سولې ته د رسېدو لپاره قوي او جدي اراده لري.
د ملي یووالي حکومت په لومړي ګام کې مذاکره کوونکی ټیم د ښاغلي سلام رحیمي په مشرۍ معرفي کړی. موږ د مذاکراتو لپاره ستونزمنه لاره په مخ کې لرو. د شروع لپاره باور جوړولو ته اړتیا ده. مذاکره کوونکي پلاوي د نوي فصل او نوي مثبت پیل لپاره اعتماد جوړولو ته اړتیا لري.
مذاکرات به د بین الافغاني سولې لپاره وي. موږ باور جوړولو ته اړتیا لرو. د دواړو لوریو د غوښتنو د تشخیص لپاره پر تخنیکي موضوعاتو جدي او هر اړخیز بحث ته اړتیا ده، خو دواړه لوري باید په ستراتیژیکه حوصله په طرحه شویو او اجنډا کې شاملو موضوعاتو باندې بحث وکړي.
د سولې تړون به د هر اړخیزو بحثونو وروسته د حکومت او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي. دا تړون به د یو مهم او تاریخي سند په توګه په ملګرو ملتونو سازمان کې ثبت شي. د سولې تړون تائید او مشروعیت ته اړتیا لري. د افغانستان پارلمان، لویه جرګه او یا بل میکانیزم چې د خلکو اراده ولري دا تړون به تائید کړي.
د مذاکرې اساسي اصول:
د ملي یووالي حکومت لپاره د سولې پلان او لار نقشې ترڅنګ د مذاکرې اصول هم مهم دي. موږ به له هر ډول پیش شرط پرته مذاکرات پیل کړو، اما د مذاکراتو په جریان کې به د سرو کرښو په اړه جدي خبرې وشي. د افغانستان حکومت لپاره د ټولو وطنوالو حقونو او وجایبو، په ځانګړي ډول د ښځو هغو ته درناوی مهم دی. د مذاکراتو په پایله کې اساسي قانون یا منل کېږي او یا به تعدیل شي. هر ډول تعدیل به د اساسي قانون د میکانیزم په اساس وي. د نظام بقا د اساسي قانون په بقا کې ده. اساسي قانون د ملي سند په توګه موږ ته ځانګړی ارزښت لري.
د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه او ملي ادارې به د قانون مطابق فعالیت کوي. هیڅ وسله والې ډلې چې تروریستي شبکو سره علایق ولري نه منل کېږي. دا ټول به د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي.
نن باعزته سولې ته هیله مندي زیاته شوې. د افغانستان د سولې پروسې پر محوریت د بېلابېلو هیوادونو هڅې مهمې دي. طالبان به هم دېته غاړه کېږدي چې د مذاکراتو نهایي مرجع د افغانستان حکومت دی. د سولې پروسه کې د ځینو هیوادونو د ښه نیت څرګندولو د کوښښونو باوجودعمده اندېښنه داده چې دغه تګ راتګ د طالبانو د ملاتړ په زیاتوالي بدل نشي. طالبان هم باید وښیي چې کولای شي په دې پروسه کې مستقلانه تصمیم ونیسي. د سیمې ځینې هیوادونه ښایي د طالبانو په کوربه توب کوښښ وکړي د سولې پروسه په سیمه کې د خپل سیاسي موقعیت د خوندیتوب لپاره د سیاسي سوداګرۍ ته راکښته کړي. دا پوښتنه طالبانو ته متوجه ده چې وښیي د سولې لپاره خپله اجنډا لري یا د نورو په نسخو مخته ځي؟ د ټولو ستونزو باوجود اوس هیله مندي زیاته ده. راتلونکې ورځې او میاشتې به وښیي چې پرمختګونه څنګه دي. د عربستان ناسته کولی شي د دې پروسې لپاره یو نوی ګام او نوی پیل وي.