د سولې ستونزمنه لاره

جمهوررئیس غني د سولې پلان برابرولوله لارې په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې څلوېښت کلن ناورین پایته ورسوي. ښاغلی غني وایي موږ ته د افغان ماشوم راتلونکی مهم دی او په ټولنه کې د تاوتریخوالي د دوام مخه باید ونیول شي. تر دې مهمه دا چې په دې باید فکر وکړو چې د جنګ قرباني څوک ورکوي؟ تر څو به د غریب اولاد قرباني کېږي او څنګه یې مخه نیولی شو؟

ولې اوس سوله؟
هغه عمده پوښتنه چې اوس مطرح کېږي داده چې ایا د سولې طرحه او مذاکراتو ته مخه کول له قوي او که له کمزوري دریځه دي؟ که څه هم له ۲۰۱۴ وروسته او په ځانګړي ډول د ملي یووالي حکومت د کار په لومړیو کې باورونه داسې وو چې دولت د دفاع توان نه لري. اما د جنګ سم مدیریت او د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه د دې لامل شوه چې فرضیې غلطې ثابتې شي. نن ټولو موندلې طالبان د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی. مذاکراتو ته د حکومت مخه له کمزوري نه، بلکې له قوي موقفه ده.

د سولې نوښت او مدیریت د چا په لاس کې دی؟
د ملي یووالي حکومت د لومړي ځل لپاره د کابل په ناسته کې خپله د سولې طرحه وړاندې کړه. دې طرحې داخلي، سیمه ییز او بین المللي ملاتړ له ځان سره درلود. د کابل د ناستې په دوام نورې سیمه ییزې او بین المللي ناستې وشوې او د دې طرحې ملاتړ یې وکړ. اوس د ملي یووالي حکومت د سولې طرحه قوي داخلي اوبین المللي اجماع له ځانه سره لري. نن د سولې پروسې نوښت او مدیریت د افغانانو په لاس کې دی. د افغانستان حکومت د هر هغه کوښښ هرکلی کوي چې په سیمه کې د افغانستان د سولې لپاره کېږي. اما ټينګار کوي چې هیڅ هیواد د افغانستان په استازیتوب مذاکره نشي کولی. موږ د سیمې هیوادونو ته هم په ځلونو دا خبرې کړي چې زموږ اړیکه دولت محوره وي. موږ په سیمه کې د طالبانو د ملاتړو په تعدد اندېښنه ښودلې او بیا ټینګار کوو چې د سیمې هیوادونو هر ډول تماس له طالبانو سره نه یوازې له سولې سره مرسته نشي کولی، بلکې د سیمې د ثبات لپاره تهدید بلل کېږي.

د سولې خبرو لپاره د لارې نقشه
افغانستان د لومړي ځل لپاره د سولې خبرو لپاره د لارې نقشې لرونکی شوی. د ملي یووالي حکومت د سولې پلان جامع ده چې د بېلابېلو اقشارو استازو د مشورتي ناستو په رڼا کې جوړ شوی. جمهوررئیس په اتو میاشتو کې په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو لیدلوري واورېدل. له سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې، رسنیو، موثرو او متنفذو شخصیتونو، جهادي رهبرانو، ښځو او ځوانانو او نورو څخه یې د سولې په اړه مشخصې طرحې وغوښتې. د ملي یووالي حکومت د سولې طرحه له دغو نظریاتو څخه ترتیب شوې. د سولې مذاکرات به د سولې د پلان پر اساس وي. او اصلي موخه یې یو جامع سند ته لاسرسی دی، ترڅو د سولې لپاره د عمل مبنا وي.

سوله د تړلو دروازو تر شا نه ده
د سولې مذاکرات به په رڼا کې وشي. جمهوررئیس د دې موضوع په اړه له بېلابېلو اقشارو سره خبرې کړي. د هیواد خلک به د مذاکراتو په ټولو پړاونو کې په جریان کې وي. د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی مجرب حکومتي خلک دي، اما مشورتي بورډ چې په ترکیب کې یې دولتي مقامات، سیاسي او جهادي شخصیتونه او همدارنګه د نهه ګونو کمېټو استازي دي د مذاکراتو بهیر څارنه به وکړي، خپل مشورې په ټولو لحظو کې شریکوي.