دوړن آغا

طنز

دوړن آغا باټیږي په کوشنیو وړو شیانو
په څوکۍ، پیسو او ناسته سره د لویانو
ژر یې رمباړه شي لکه د نسلي غویانو
سترګې یې ړندی شي په خپلویارانو
نه خاندي ان په تس د خپلو دوستانو
نه راځي په کتار کي د خپلو بنډاریانو
کرار کرار يي غوږونه شي لږڅه درانه
یوه سترګه پورته بله یې شي ډیره کښته
خبری یې شي لکه زوم غټي او لا غټي
وعدې یې لکه نوماندي کلکي کلکي
تګ او راتګ يې شي وروکرار کرار
په یوه توخي شي ژیړ رنځور او بیمار
آغا جانه په دې لوبه ځان مه ښیه مالدار
داشیان نه لري په اوسنی زمانه کې اعتبار
انسان نه لري ان دخپل ژوند اوس اختیار
ډیر پاچاهان شول دلته ناببره په سر د دار
دډیرو قبرونه ورک شول د خپل دیار
ډیر خجل په کورناست دی خوار و زار
آغا د ژوند په لوړه ډیر مه غوره کیږه
هر لوړه لري یوه ژوره بیرته د ګذار
بابا وایي لکه ونه په یوه ځای اوسه
نه لکه دهغه سیوری کله لږ کله بسیار
اخیر به ته يي او هغه زاړه دوستان
نه به داڅوکۍ وی نه بیاهغه آبادار
مه ختاوځه په دې دنیاوی سروسامان
چي وړل يي نشئ د ذرې کم نه خروار
پر مځکه ځه نه لکه بوغی په هوا
چې په پو په هواکیږه په یو ځوز خوار
آباد ار(دعزت خاوند)