
د تحول لسیزه ځکه مهمه ده چې د بهرنیو مرستو په ګډون مو له ټولو اوسنیو ناخوالو او ستونزو څخه په اساسي توګه خلاصوي، خو په دې شرط که سمه مدیریت شي. له فرصتونو لازمه ګټه واخیستل شي. خپله همغږي او همکاري زیاته کړو. له خپلو منابعو موثره استفاده وکړه او د منابعو تعدد ته پام زیات کړو، مګر که موږ په سوله کې بریالي نه شو او د اصلاحاتو اجنډا شاته وغورځوو او د تحول لسیزه بشپړه نه کړو، موږ به د تل پاتې کړکېچ سره مخ شو.
سوله باید د لومړیتوب په توګه ومنو او ټول د باعزته او تلپاتې سولې لپاره ګډ کار وکړو، سوله باید د امتیاز ترلاسه کولو او ځان مطرح کولو وسیله ونه ګرځي. سوله باید هدف وي، ځکه سوله د ولسه هیله ده او د ولس له هیلې سره سطحي او برسېرن چلند جنایت دی او دا زموږ ټولو دنده او مکلفیت دی چې د دغه جنایت مخه ونیسو.
د سولې د هوکړې په جامه کې پټ د نخبه ګانو تر منځ یوه سیاسي معامله به د حکومتولۍ له لارې زموږ لاسته راوړنې په سیند لاهو کړي، ډیموکراټیکه پروسه به وغولوي او د ځوان نسل او ښځو لاسته راوړنې به له منځه یوسي. غربت او نامساوات به لا ډېر شي. سوله به لنډمهاله وي، او خدای مه کړه په تعقیب به یې د جګړې او نفاق یو بل دور پیل شي.
سوله باید په اصولو وي، مذاکرات یې بین الافغاني وي، بهرني او غرضي لاسونه باید ورڅخه لنډ شي. بهرنیان دې یوازې ممد او نظارتي رول ولري. ګاونډیان دې نه پرېښودل کېږي چې زموږ پر سوله د خپل ځان په ګټه استفاده او معامله وکړي. دا د حکومت مسوولیت هم دی او د طالب وسله والو مکلفیت هم. طالب وسله وال دې له خپلې اجنډا او برنامې سره سولې ته راوړاندې شي او د پردیو په نسخو دې ځانونه او ولس نه تېرباسي، سوله زموږ د تحول د لسیزې په ښه تطبیق کې موثر رول لري.
که چېرې موږ په سوله کې صادقانه قدم کېنږدو. ټولې خواوې او د هیواد سیاسیون سره همغږي او همکار نه کړو، نو سوله به ونه وشي او نه به د اصلاحاتو اجنډا بشپړه شي، او نړیوال او سیمه ییز شریکان به افغانستان یواځې پرېږدي. خدای مکړه هیواد به د نویمو کلونو کورنیو جګړو ته ورستون شي. دا به یوه غمیزه وي او د منلو وړ پایله به نه وي، په ځانګړې توګه د دومره قربانیو،پانګونې او هغه لاسته راوړنې چې موږ په تېرو ۱۸ کلونو کې په سختو شرایطو کې تر لاسه کړي.
د سپتمبر له یولسمې وروسته افغانستان ته طلابي چانس برابر شو، خو درېغه چې په لومړیو دیارلسو کالو کې له دغه فرصت څخه موثره استفاده ونشوه، ډېر فرصتونه او منابع ضایع شول، مګر په وروستیو څلورو کالو کې د ولسمشر غني په مرسته او پاملرنه مثبت تحرک ایجاد شوی، مګر اصلی منزل ته د رسېدو لپاره باید دغه تحرک هم چټک او هم جامع شي. موږ ته اوس د سولې لپاره طلایي چانس په لاس راغلی او باید اعظمي استفاده ورڅخه وشي.