
خلک وایي چې مینه په سترګوکې راپیداکیږي اودبیادسترګوله ریښودزړه تل ته ښکته کیږي اوهلته په یوه نوې ځمکه کې خپلې نازکې ریښې غزوي . خوزموږمینه له زړونوراپیداشوه اوپه زړونوکې پاتې شوه خوبیایې په همدغه ځمکه کې ساه ورکړه اودغه هستوګنځی یې دخپل قبرپه نوم قبول کړ.
له سترګودمینې راټوکیدل اوزړه ته ښکته کیدل داسې دي لکه دیوه لوی ګړنګ په ډډه چې دراټوکیدلي ګل پاڼې له ریژیدلو وروسته لاندې دسیندڅپوته ورغورځیږي له څپې یې له ځان سره په غیږه کې واخلي .
زموږمینه بیاپه یوه سوې دښته کې راټوکیدلي ګل ته ورته وه چې دپسرلي په یوه ښکلې ورځ راوټوکېده ، دباران په اوبورازرغون شو ، په دښتوکې يې وږمې وشیندلې خودپاڼوننداره یې یوازې لمر، باد اوهواوکړه بس لمرونه تاوده شول تانده ځواني یې پای ته ورسیده ،پاڼې یې په خپلوقدمونوکې ورژیدلې اوهملته خاورې شوې .
زماپه زړه کې ستادبې سارې سپیڅلې مینې کیسه هم دغه غاټول ته ورته ده زمازړه یې دپیدایښت سیمه وه خوهدیره یې هم شوه ددغه هدیرې له رازه هیڅوک هم نه دي خبریوازې ته پوهیږي چې دغه هدیره دچاهستوګنځی دی ؟