دمینې انځورونه

    دسیندغاړه اودګودر دارنګینې شیبې به اخرترڅوداتوان ولري چې ددواړودمینې رازونه په زړه کې پټ وساتي ؟ فکرنه کوې چې یوه روځ به ددغه مخلوقاتوزړه زمااوستا په څیردنورودنورومینانوله رازونودومره ډک شي چې له چاودلوپرته به یې بله لاره نه وي ، هغه به وچوي خوزمااوستازازونه به دبادپه څیرپه هره اباده اویرانه کې کوڅه په کوڅه ګرځي اودوږاړه به دخلکوبه وړاندې دملامتۍ احساس وکړو.یودغه زرین تاج چې زه ورته
زمامحبوبه !
   پریږده چې داحسانونواومهربانیودغه زرین تاج چې زه ورته یودروندپیټی وایم زما په سربارپاتې وي اوپه بدل کې یې هرسهاراوماښام ستادښکلاپه نوم سندرې ووایم .
ته دې سیندغاړه اودګودر رنګینې شیبې دې ته مه مجبوروه چې ستا ستاینه وکړي ، زه وایم هغوی خپله ددې وړدي چې ستاینه یې وشي ، سندرې اوشعرونه ورته ولیکل شي ،ځکه دوی هروخت په موږدمینې وزرونه غوړوي اوشیبوته رنګینې ورکوي ، که زه انځورګروی نوټوله ورځ به مې ددغه ځایونودانځورونوپه کښلوتیروله .