اخترژاړي

        شاعر: ګل رحمن رحماني
بوډا اختریم یوه زخمي زخمي وطن ته راغلم
له مودوپس دیوه بدمرغه قام دیدن ته راغم
زه خوبوډایم خودوی هم چندان ځوانان نه ښکاري
دیوې خولې نه دي، په یوه لاره روان نه ښکاري
ددغه قام په زړه اوذهن کې توپیروینمه
ټول دناخوالوپه لاسونوکې راګیروینمه
دادي نږدې شومه ډیرزرددوی ترکلوورځم
ترټولوښکلواوبدرنګونازولوورځم
ګورم چې زه به یې په یاداوکه هیرکړی یمه
زه یې لمانځلی که یوه ورځ غوندې تیرکړی یمه
دلارې سرکې دهمدې کلي دخان کوردی
شیشې یې ځل وهي واه واه څومره ودان کودی
اوس دروازه ورټکوم دکوردننه ورځم
اول له دغه ټوپکي ماماپوښتنه کوم
سلام ! اختریم دادي راغلم دې کاله ته روځم
ورځمه خان صیب بیادکورلوی اوواړه ته ورځم
ټوپکي شین شوله خندانه ویل یې ځه اختره
دلته خوهره ورځ اختردی مه راځه اختره
دادي زه هم ځم هلته وړاندې یووړوکی کوردی
دسیندپه غاړه ښکلی ښکاري ښایستوکی کوردی
په دغه کورکې یوغریب غوندې انسان اوسیږي
ددغه چم دشنوفصلونوخړدهقان اوسیږي
په منډه ورغلم دننه دروازه خلاصه ده
دغره لمن ده دلته نوره کرونده خلاصه ده
یوې نجلۍ ویل بابالاړشه کروندې ته ځمه
پلارمې هم تللی ، زه دخان کاکاحجرې ته ځمه
اول یې کورجاروکوم بیایې ډوډۍ پخوم
پس له هغې به مې وړوکې خورته چی پخوم
دسمال مې ونیوه په سترګوترې بهرته لاړم
دیوه چارواکي یوه ښکلي لنډکروزته لاړم
ماویل ورځ داخترګوره ستاسفروګوره
ویل یې پاچاته ورځم درومه مابهروګوره
وکړه باورزه بینواوم هرې خواته چې تلم
هرڅوک مصروف ووهریودرهرې درګاه ته چې تلم
دښارپه څنډه کې وې پاتې څووړې جونګړې
دبارانونوپه اوبوباندې لمدې جونګړې
شډل ځنګل وو شا اواخواورنه ماران پراته وو
هلته په منیځ کې یې څووږي یتیمان پراته وو
په ماخبرنشول خماردماشومتوب وړي وو
موریې وتلې وه په سوال پسې دوی خوب وړي وو
زړګی مې تنګ شولوپه ښارکې حوصله مې نه وه
ګریوان مې لوند شولو په اوښکویوه اسره مې نه وه
له مجبوریته شوم روان دوړاندې غرونوپه لور
له غرونو واوښتم اوکوزشوم دځنګلونوپه لور
له ځنګل ووتم اومخ ته کلاګانې راغلې
ایله مې غوږته دکړس کړس څوخنداګانې راغلې
په لروبرکې دنکریزوشنه وږمه خوره وه
هرڅه خوشحاله ووزماهم اوازه خوره وه
نوې جامې او غوړسرونه هره خواګرځیدل
ماشومان ډلې ډلې ډلې په خنداګرځیدل
ویل یې هاغه دی اخترراغی خوستړی ښکاري
څومره ستومان دی بیچاره چاخفه کړی ښکاري
غیږکې یې واخیستمه ښکل یې کړمه خپل یې کړمه
مینځ کې یې وویشلم سم دوربل ګل یې کړمه
درې ورځې تیرې شوې دتللوبهانه جوړوم
دې ښکلوخلکوته دمینې ترانه جوړوم
دوی چې ویده وي زه به غلی ورنه بیرته لاړشم
ښارته مې زړه نه کیږي اوف خدایه نو چیرته لاړشم 
یادونه : دغه شعرمې د سیمنا دتکړه ستوري ګران ملګري بشرمل شان په غوښتنه لیکلي په دې چې شان صیب غوښتل داخترپه یوه محفل کې دغه شعرته تمثیلي بڼه ورکړي .

۱۳۸۹-۶-۲۳جلال اباد ښار، دصفاراډیودفتر، داختردریمه ورځ