لطيف پدرام ولسمشرېزو ټاکنو ته رسماً نوماند شو

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د مرغومي)، د لطيف پدرام په نوم د ولسي جرګې يو پخواني غړي لطيف پدرام په رسمي ډول د هېواد راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو ته نوماند.

د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۸ل کال د ولسمشرېزو ټاکنو لپاره يو کس په رسمي ډول ځان نوماند کړ. پدرام له دې وړاندې له بدخشان څخه ولسي جرګې ته نوماند وو چې بريالی نه شو.

دغه کس په هېواد د قومونو ترمنځ ژني او قومي تعصب ته په لمن وهنې تورن دی، او ويل کيږي چې د ايران په شمول د يو شمېر بهرنيو هېوادونو له خوا يې ملاتړ کيږي.

د ولسمشرېزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لېکنې بهير د مرغومي مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شو، چې وروسته د ټاکنو د تر سره کېدو نېټې د تغير پر اساس وځنډېد.