رنګونه او غږونه

زه د رنګونو په نړۍ کې ډوبه وم اوته د غږونو . ما د طبيعت درسته ښکلا، له اسمانه رانيولې بيا د ځمکې پرمخ ، ټوله په رنګونو کې ليدله . حتی د باران په بيرنګه څاڅکو کې هم درنګ په لټه وم . او تا د هماغه بيرنګه څاڅکو، له ټکا خوند اخيست .
ما همدا اوس ، د تودو او سړو رنګونو په منځ کې ، يوه ښکلې شان چوپتيا موندلې ده . آيا ته کولای شې دا چوپتيا واورې ، او غږ يې وژباړې ؟
\"\"