دپشتنې مورفرياد

زه پشتويم زه پشتو يم چيغې کاندم پشتنوته
لويه خدايه سره لمبه سوم دوطن توروتياروته
زه غريبه سرسرتو ره ديتيم غوندې کړيږم
تړمې اوشکې پاکې نه کړی دماشوم وغلبلوته
زه هم پت وم هم غروروم دنړۍ په مخ کې وروڼو
په قدم قدم مې مرګ سو درقيب نازونخروته
خپل مې ژبه غوڅه وي نن ته به چپه نن اوسيږې
داېې حال سولويه خدايه دامتحان دغم شيبوته
زه نن پورته کتئ نه سم دسيلانوپه هجرکې
لکه کوڼ وګونګ چې ناست وي دزمريانو ونقلوته
سپيره مخ ېي ليکې ليکې ببرسر پشې ېې تڼاکې
داسپين سري ېي ابئ دچاده وچې شونډې بنګلوته
يوسړی راته زيرزيرسو په تا څه دي نن بياسوي
ته خوننګ دټول جهان وې زه حيران يم ستا کيسوته
ته هغه زړه پشتو ېي يايا نه رامعلوميږې
ستاکسيې مااوريدلي موږ کولې خپل زلموته
داماڅه دي نن ليدلي دايوخوب رامعلوميږي
په ريشتابه داسې نه وي ته تاریخ وتاريخوته
ته چې کور دعظمتونو هر غليم په کپ اخته وه
ته خوشوردزولنووې داسرکشو ميړانوته
ته هغه دننګ ټپه وې اصفهان وپاني پت کې
يايا نوروتاؤ بريتونه ګډيدل به سره اوروته
که ريشتياوي دا خبره اه دننګ بچيان دې څه سو
زه نن خپلويم ترټلی کريږې کاندم اسمانوته
زه دچانه ګيله وکړم نن مې خپل دی پردی سوی
يوپتنګ خوپيدا نه سو چې ځان سوځي سرولمبوته
زه هغه پتمنه موريم نن بيا څه ابا راغلی
زه الکوزی نارې کړم سره يوسی پشتنوته
\"\"

په درناوی منان الکوزی کوټه