د امریکایي سرتېرو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده

د امریکامتحدوایالتونو ولسمشر پنټاګونه ته امر کړی چې له افغانستان څخه د نیمایي سرتېرو د وتلو مهالوېش ترتیب کړي. دا مهال څه باندې ۱۴زره سرتېري په افغانستان کې مېشت دي. دوی افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او مشورې ورکولو په برخو کې همکاري کوي، مګر د دوی وتل نه یوازې د اندېښنې وړ خبره نه ده، بلکې دا زموږ قوت ښیي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې له افغانستان څخه لسګونه زره بهرني سرتېري وتل، نو هغه مهال له خلکو سره د خپل راتلونکي او د افغانستان د بقا وېره او اندېښنه موجوده وه. مګر دا مهال چې افغانستان مجهز او پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، نو موږ د څو زره امریکایي سرتېرو وتلو ته هیڅ اندېښنه نه لرو.

په هغو سختو شرایطو کې چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ډېره مېړانه په دې وتوانېدل چې په تشو لاسونو او نشته امکاناتو د لسګونه زهر مجهزه امریکایي او بهرنیو سرتېرو ځای ونیسي او جنګ مدیریت کړي، نو اوس خو له کوم شک پرته کوم بدلون نشي راتلی، داسې بدلون چې خلک دې ورته اندېښنه کړي، ځکه اوس جنګ زموږ خپل ځواکونه کوي، نو دغه د څو زره امریکایي سرتېرو وتل به ذره اغېز هم ونه لري.

افغانستان په موږ پورې اړه لري، موږ خپل وطن په خپله ساتو او د دې لپاره یوازې د نورو تمویل او ملاتړ ته اړتیا لرو تر څو افغانستان خودکفا شي. د امریکایي عسکرو وتل به په افغانستان کې د جنګ انګېزه نوره هم کمزورې کړي، ځکه طالبانو خو د امریکایانو په پلمه جنګ ته ادامه ورکوله مګر له دې وروسته به دوی دغه پلمه هم ونه لري.

د دولت مخالفې کړۍ او افراد د خلکو د وېرولو لپاره داسې تبلیغوي چې د امریکايي پوځیانو په ایستلو سره به په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنه او ترهګریزو بریدونه نور هم زیات شي.خو افغان حکومت بیا وایي چې د دغو امریکایي سرتېرو په ایستلو به په افغانستان کې هیڅ ګډوډي هم رانشي،او لا به ارامه شي.په ۲۰۱۴ میلادي کال کې څه باندې یو لک بهرني ځواکونو د وتلو پر مهال افغانانو دا وېره لرله چې افغانستان به یو ځل بیا له سقوط سره مخ شي،خو زمونږ زړورو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلو قربانیو خپل ګران هیواد له دښمن څخه وساته.

امریکایي پوځیان بیا وايي چې مونږ افغان سرتېرو ته داسې تمرینات ورکړي چې د وطن دفاع اوس په خپله افغان سرتېري کولی شي.ځکه چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې امنتي مسولیت په بشپړ ډول د افغان حکومت په لاس کې و زمونږ د ټول نظام او ملت هداف همدا وه چې بلاخره به ملي امنیتي او د فاعي ځواکونه پرخپلو پښو ودریږي او له خپلو خلکو او خاورې څخه به په خپله دفاع کوي.نور به دې ته ضرورت هم نه وي چې مونږ په افغانستان کې پاتې شو.

ګاونډي هیوادونه بیا وايي چې له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو اېستل به د امریکا د ۱۷اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړی عملي ګام وي،دوی وايي چې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو په پرتله تر ډېره پر خپلو ځواکونو باور او تکیه شي،او اوس افغان حکومت دومره پیاوړی شوی دی چې هېڅ بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لري.