بس په زندګۍ باندې پوه نه شومه
دغه کیسه ګۍ باندې پوه نه شومه
ډوب شمه سوچونو او فکرونو کې
څنګه؟ لیونۍ باندې پوه نه شومه
زه یی انتظار سپين ګیری کړی یم
زه په خپل ځوانۍباندې پوه نه شومه
ځان دې کړلو خاوری زه ایره شومه
ستا په دې بازۍ باندې پوه نه شومه
مینه عبادت ګڼې خپل یار کعبه
هسې بندګۍ باندې پوه نه شومه
زه چې یي په تور باندی مختور یمه
ها د یار خولګۍ باندې پوه نه شومه
ای اقباله مه لیکه شعرونه نور
ستا په شاعرۍ باندې پوه نه شومه
وروستي