څوک په مينه کې پاچا او څوک ملنګ شي
څوک جدا شي څوک د يارسره تر څنګ شي
چاته جوړ شي د ارمان جګ جګ برجونه
څوک تالا شي او د خيال قصر يي ړنګ شي
دا سي نه ده چې انجام د ميني يو وي
څوک په مينه کې لا ښکلی څوک بدرنګ شي
کله وايم چي پر تا هيڅ مين نه واي
کله کله مي دا زړه دومره راتنګ شي
هغه ښکلی به زما خمار رامات کړي
هغه ښکلی به اقبال لپاره بنګ شي
شوکت اقبال
وروستي