منظور پښتون د پاکستان اصلیت نور هم رسوا کړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین دکراچۍ فقیره ګوټ کې غونډې ته د وینا پرمهال وویل:” مونږ دې رياست [پاکستان] ته له خپل "لوى پښتون تاريخي قامى جوړښت" ورتېر شو. بيا يې هم نکړو معاف. دا خاوره د احمدشاه بابا خاوره ده. دا خاوره د ميرويس بابا خاوره ده. دا د ايوب خان، ميرزمان خان، ملاله مېوندۍ، اډې ملا، ملا پآينده او فقير اېپي خاوره ده. دا هغه خاوره ده چې د هندوستان لوى ښارونه د دې سلطنت حصه پاتې شوي. سلطان محمود غزنوي پر هندوستان 17 کاميابې حملې وکړې. مونږ (احمدشاه بابا) به په ورځ درې ځلې هندوستان واهه“

نوموړي د پاکستان په ملاتړ او د ترهګرو له لوري ترسره کېدونکو ظلمونو او وحشتونو ته په اشارې وویل: ” دا هدفى وژنې، بېعزتيانې زموږ کلتور، زموږ تاريخ نه دى پاتې شوى. د روس نه راواخله تر نېپال بوټان پورې په دې خاوره د پښتنو يو سلطنت شتون درلود. هر کله چې دا پښتانه يو ځاى و. د دوى رياست يو و. سلطنت يې يو و. دا بيا عظيم سلطنت و. د نړۍ لوى قوتونو به چې هر تصميم نيوه، نو يو ځل به يې فکر کاوه، چې پښتانه خو به پدې کار نه خفه کيژي!“

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه ځوان رهبر د پښتنو مېړانې او اتلولیو ته په اشارې وویل: ” دلته د میوند فاتح ايوب خان مکناټن (انګرېزانو) ته ملا ورماته کړه. د مېوند په جګړه کې چې پښتانه لږ په شا شول، د کورونو نه پېغلې (ملالې) راووتې. د شا يې ورپسې غږ وکړ چيرته ځئ؟ دا د پښتنو لښکر دى. دې کې په شا تلل نه وي.“

په دې کې شک نشته چې پښتانه د نړۍ باتور قوم دی او د نړۍ هیڅ زبرځواک د زور او جبر له لارې په دوی نه دی بریالی شوی، برتانیه یې ښه بېلګه ده چې ان هند یې د امپراتوري برخه و، مګر د پښتنو د وطن نیول یې په وس نه و. دوی چې د زور له لارې د پښتنو پر وړاندې ځان کمزوری حس کړ، نو بیا یې په دسیسو لاس پورې کړ، لکه منظور پښتون چې وایي: ”برېتانيه چې پوه شوه، دوى نشي کاميابېدائ، نو سياست يې وکړ. د امير عبدالرحمن په شکل کې يې يو سړى راوړ. هغه د افغانستان باچا شو. د پښتنو سلطنت مات شو. په پنځو حصو تکړې شو. 1 سوات ځانته رياست شو. 2 پښتونخوا ته يې (NWFP) نوم ورکړ. د سره يې د پښتنو نام نه ورکاوه. 3 قبايل يې د (FATA) په نوم ونومول. د سره يې د پښتنو نوم نه کړ پکې شامل، تر څو پښتانه ورک کړي. 4 جنوبي پښتونخوا چې څوارلس ضلعې (ولسوالۍ) يې د پښتنو دي. د بلوچستان نوم يې ورکړ. 5- او يوه لويه کتله يې هغې لور ته د افغانستان په نوم پاتې شول. د پښتنو لوى خېلونه اڅکزي، يوسفزي، کاکړان دې خوا پاتې شول“.

د نوموړي په وینا: انګريزانو د خپلې پاليسۍ چې (Divide & Role) تقسيم يې کړه، حکومت پرې وکړه، کار واخېست. بيا پښتنو مبارزه شروع کړه. د اډې ملا، ملا پاينده، فقير اېپي په دې خاوره سم وجنګېدل، او سمې ګولۍ يې په خپلو سينو وخوړلې. په هغه وخت کې باچا خان راپورته شو عبدالصمد خان راپورته شو. لوى لوى تحريکونه د انګريزانو خلاف جوړ شول.

ښاغلي پشتین پاکستان ته په خطاب کې مګر د ګیلې په انداز وویل: ”نن ګيله هم دا ده؛ د علامه اقبال نام په هر کتاب کې شته خو زما د امپراطورانو، علماٶ مشرانو يو نوم نشته.- ولې مې ورک کوې؟ تا زما د تاريخ پسې راخيستې. ته د دغې قام د ورک کولو پسې راپورته شوى يې. خو زه د خپل تاريخ هم در تېر شوم. ما ويل تا سره اوسېږم. ولې، زما د تاريخ نه تا ته څه يره ده؟ زما پلار، زما مور ماته يوه ژبه راښودلې. ته وايي دا ټيک ژبه نه ده. په دې به ماسره خبرې نه کوې! دا د سلطنت ژبه. دا د باباګانو ژبه. دا د علماٶ ژبه. تا بيا دې ژبې ته د جهالت نام ورکړ. زما دې ژبه را سپکه کړه. ما درته بيا هم وويل زه چې ته پرې رضا وې. زه د دې نه هم درته تېر شوم.“

هغه د ډیورنډ دواړو غاړو پښتنو ته په اشارې وویل، ”موږ جغرافيايي لحاظ سره په مختلفو تکړو تقسيم و. د دې نه هم درتېر شوم. مال چې ستا خوشه ده. دا تاريخي پيوستون هم درپرېژدم. ددې نه پس ماته دلته ژوند تېرول ګران شو. زه به چې د خپل تربور دلال جوړېدم. زه به چې د خپلې خاورې جاسوس جوړېدم. تر څه وخته به جوندۍ وم. هغې نه پس به دې بيا هم وژلم. هغه خلکو چې په خپله سيمه يې هوټل نه پرېښود. دا به ورته بېغرتي ښکاريده. ستا مېلمه به زما او زما ستا و. تا رياست په نړيواله سطحه سوالګر معرفي کړل. زه غدار نه يم. دلته د مظلوميت او پښتونوالۍ بيانيه غداره ده. ته چې د وطن خبره کوې. ته چې د پښتو خبره کوې. ته به غدار وې! تا يو پښتون هم په دې خاوره پرېنښود. زموږ پښتانه مشران چې د وطن غږ ېې جګ کړ، په چاړو رانه حلال کړ. په خودکشو دهماکو دې وويشتل. بمبارى دې پرې وکړه. - زموږ خلک دې (IDPs) داخلى بې ځايه کړل. موږ بيا هم وويل زنده باد. چې ته پرې رضا يې موږ درسره يو. په چيک پوسټونو به تا زما پښتون ته په خور شکنځل وکړل، موږ بيا هم ويل چې 'جى سر' سر مو نکړ درته جګ.“