افغان مېرمنې تر پخوا زیاتې فعالې شوي

ښځه د ټولنې د نفوس نیمایي او ان له نیمایي هم زیاته برخه تشکیلوي او دهیواد دغه اکثریت ته د جمهوررئیس غني د پاملرنې له برکته د ښځو ټولنیز فعالیت او ونډه زیاته شوې او ورځ تر بلې افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې خپل فعال حضور ښیي.

که څه هم افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده او تر ډېره پکې نارینه په کاروبار بوخت دي، خو پدې وروستیو کې ښځو هم خپلو محصولاتو ته د خلکو پام راړولی دی چې دغه ښځې د لاسي صنایعو، او په خپلو لاسونو جوړ شوي لباسونه نندارتونو ته وښودل او د ډېرو خلکو پام یې ورواړاوه، همدارنګه ښځې په حکومتولۍ، سوداګرۍ، باغدارۍ، بزګرۍ او نورو شغلونو کې هم بوختې دي.

افغانې ښځې ډېر کوشش او زیار کاږي چې په خپلو کورونو کې د ځان له پاره یو څه مصروفیت پیدا کړی چې په دې سره د ښځو ذهني فشار هم یو څه کمېږي او ورسره دا فکر پیدا کېږي چې دا وطن ښځو ته هم اړتیا لري.او ځان با احساسه حسابوي.

افغان حکومت ته پکار دی هغو مېرمنو ته چې عمرونه یې له ښوونځي لوړ دي، د هغو لپاره په کلیو او بانډو کې داسې روزنیز کورسونه پرانیستل شي،او ورسره مسلکي استادانې چې هغو ته یو څه لاسي صنایع لکه د کالیو ګنډل، د غالیو اوبدل او داسې نور زیات شیان ورزده کړي چې وکولی شي په راتلونکي کې د خپلو بچیو او د وطن لپاره یو ویاړ واوسي.

د افغان ښځو لاسي صنایع چې د نړۍ ډېرو هیوادونو ته تولیدیږي او بهرنیان یې هم په لوړه بیه اخلي دا ځکه چې د افغانستان لاسي صنایع ځانته نوم او خاصې ځانګړنې لري چې په همدې وجه بهرنیان غواړي چې له افغاني لاسي صنایعو څخه کار واخلي.

افغانې سوداګرې ښځې هم همدا یوه هیله لري چې د وطن لپاره یو څه وکړي دوی وایي که چېرته زمونږه تولیداتو ته سمه توجه وشي، او د دې لپاره ځانګړي نندارتونونه جوړ شي تر څو نړۍ والو ته د خپل وطن تولیدات وښايي په دې سره به خپلو تولیداتو ته د تجارانو توجه هم راواوړي او بازار به یې ښه شي. بیا به نه یوازې د خپلو کورونو بلکې د ټول هیواد اقتصادي وضعه پیاوړې کړو.

اوس همال په افغانستان کې نږدې ۱۴۰۰کوچني سوداګریز بنسټونه چې د ښځو له خوا چلول کېږي د سوداګرۍ او صنایعو خونو سره ثبت دي او تر ۳۰۰۰ زیاتې ښځې بیلابېلو برخو کې د سوداګرۍ په کارونو، د لاسي صنایعو،وچې او تازه مېوو په راټولولو، صادراتو او وارداتو او د غالیو په اوبدلو بوختې دي.

که چېرته ته په اوسني حالاتو کې د ښځو اقتصادي فعالیتونو ته پاملرنه وشي او که یوه ښځه د اقتصاد له اړخه پیاړوړې وي.هغه به خپل ماشوم او کورنۍ ته په سمه توګه توجه وکړي افغان ماشومان به دې ته نه اړ کیږی چې د سړک په سر ودریږي او خیرات وغواړی.ماشومان په زړونو کې ډېر ارمانونه لري چې په خپل ژوندانه کې ورته ورسیږي او تر لاسه یې کړی. خو دلته بدبختي داده چې ښځې مو له تعلیم اوکارنوو نه یو څه لرې پاتې دي چې په سمه توګه د خپلو ماشومانو ساتنه نشي کولی.