
مجازات او مکافات د ښه والي یو مهم اصل دی، ځکه تر هغو چې دغه اصل په حکومتولۍ او ادارو کې رعایت نشي، نو نه ښه والی راتلی شي، نه پام وړ پرمختګ کیدلی شي او نه هم څوک نوښتونو ته زړه ښه کوي.
ولسمشر غني کلونه او ان لسیزې وروسته د مکافاتو او مجازاتو د اصل تطبیق ته پام وکړ او په ملکي او نظامي ادارو کې یې دغه اصل پرځای کړ، ځکه وخت پر وخت یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه مسوولین او منسوبین ستایلي چې د هیواد د دفاع ، د ترهګرۍ د ځپلو، د قانون د تطبیق او د عامه نظم د تامین په برخه کې ښې کړنې ترسره کړي او ترڅنګ یې هغوی چې په دندو کې یې ناغېړی کړی. غیر قانوني کړنې یې کړي، غفلت، غلا، فساد او درغلۍ یې کړي، نو هغوی یې مجازات کړي، بندیان کړي او انه له دندو څخه شړلي دي.
د روان کال د مرغومي په ۶ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون په انګړ کې د نوښتګرو ځوانانو او مسوولینو د نمانځې او قدرونې په مناسبت جوړولو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهوررئیس غني وویل: ”اینها میگفتند که در این افغانستان امکان تحول نیست، امکان ابتکار نیست، امکان تعهد نیست. دور و بَر خود را ببینید و انشاءالله و تعالی هزارها نفر در ادارۀ افغانستان، از این الهام خواهند گرفتند و صدها هزار نفر، این مشعل راه را دوام خواهند داد. “
په رښتیا هم د دغه ډول نوښتونو او مستحقو افرادو او اشخاصو ستاینه او قدرداني او هغه هم د هیواد د ولسمشر له لوري نورو ته د خوښۍ او الهام احساس ورکوي او دېته یې هڅوي چې په خپلو کارونو تمرکز وکړي، په ښه توګه یې ترسره کړي او داسې لاسته راوړنې ولري چې له امله یې هغه تقدیر شي او دا ټولې هڅې په لویه کې د کار پر کیفیت او د خدماتو پر موثریت مستقیم اغېز لري.
جمهوررئیس د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: ”دوم می گفتند که فرهنگ شهروندمحور غیر ممکن است. یکی از افراد گفت که افغانستان یک اسب سواریاست که پیشتر خانوادۀ شاهی بالایش سوار میشد و حالی نخبگان جدید ماست. افغانستان اسب کسی نیست، افغانستان ملت برجسته است و فرهنگ شهروندمحور را امروز ما مثال هایش را دیدیم.“
محمداشرف غني د هغوی انګېرنو او وړاندوینو ته په اشارې چې ساختاري بدلون یې ناشونی باله او یا ورباندې بې باوره وو، وویل: ”می گفتند که تغییر ساختاری در افغانستان غیر ممکن است، ادارۀ ما تغییر کرده نمی تواند، چون فرهنگ ما دوامدار است و امروز نشان دادید که تغییر فرهنگ حکومتداری نه تنها ممکن است، بلکه به سرعت امکان پذیر است. می گفتند که شفافیت و موثریت غیر ممکن است. اگر شفافیت و موثریت بیآورید، مقاومت صورت می گیرد. امروز می بینید که مردم مقاومت نمی خواهند، مردم می خواهند که مثالهای تیم روباتیک و تیم کرکت افغانستان در تمام عرصه های زندگی ما تکرار شود. تشکر از تیم روباتیک و تشکر از تیم کرکت ما!“
په نظامي ادارو کې د تقاعد د اصل له رعایت او پراخو اصلاحاتو وروسته په عملیاتو کې پام وړ ښه والی راغلی دی. د امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه پیاوړې شې او په عالي مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي، نو باور دی چې له دغو ستاینو سره به په ملکي برخه کې هم پام وړ بدلون او ښه والی راشي.