اې تاته وایم!

اې زه غواړم ډیر لرې وه اوسم، هغه ځکه چې تا یوازې احساس کړم ستا احساس ډیر عجیب کیف کوي. کله مې ډیر خپه او وژړوي او کله هم خوښي را کوي او خندوي مې؛ په لیدو دې نشم احساسولی.

پوهېږې، هغه ولې!؟
اې ستا دغه غټې سترګې او کاته زما احساس ورکوي، تل خاموشه وم، هغه ګړۍ زه ځان بې حواصو حس کړم، او زما پدې حواصو کې هیڅ نور راپاتې نشي.

کله چې ته او ستا دغه غټې غټې سترګې رانه پناه شي. نو ځان ته وګورم، ټوله نړۍ په فکر کې راولم او تا په خپل مخ کې انځور کړم، سم له واره، زما ټول حواص ستا احساس، او هغه خواږه کاته دې راته مخې ته کړې؛ څو شېبې سخت ساړه ساړه اسوېلي وباسم، داسې احساس کړم، چې په دې ناځوانه نړۍ کې یوازې زه او ته اوسېږو، خو دغه ناځوانه نړۍ یوازې زما او ستا په چوپړ کې وي!

ته راته موسکه شې وخاندې، کله چې په سترګو کې راته وګورې، او کله مې په وجود کې راشې، خو ما ستا خندا خندوي؛ په خبرو کې دې یوازې خپل ځان وینمه!
په ســـترګو او بدن کې د هم زه ښکارم.

اې تاته وایم!!
تا زما خبرې واورېدې!؟ ویل مې، چې زه دې نشم احساسولی!؟ ما یوازې پرېږده؛ زه د ژوند نه سخت ستړی یم، چې ذهن کې هېڅ نور نه دي راپاتې.

اې خیر! یو ځل له ما لرې زما احساس ته ښه راغلاست ووایه!
احساس ته مې خوښي ورکړه وخانده!
د ژوند خبرې راکړه او څو څاڅکي مینه!

دې ځورېدلي هېواد کې ما او تاته نور څه راپاتې، ژوند مې وکړ کلونه کلونه را باندې واوښتل، په دې خوار هېواد کې له چاودنو او جګـــړو مو نور څه ولیدل!؟
اې!

زه او ته خو لکه یو ځان یوه مینه او یو ژوند داسې ښکارو.

له مودو ـــ مودو را هیسې زه په همدغه انځور کې شپې او ورځې سبا کوم.

خو زه نه پوهېږم چې ته به څنګه وې!؟ باور لرم، چې هره شپه به دې په فکر کې وم، خپل دا لنډ عمر به اوږد کړو، ریښتونی ژوند به وکړو.

او یو بل ته به نور نېږدې و اوسو، خیال به د سیند له غاړې سره پرېږدو، او احساس ته به ووایو، چې نور موږ دواړه د تل لپاره یو ځای اوسېږو.
ځانګړی مخاطب ته!
م ر ــ وا ح