غزل

اوس هغه نه یم اوس یاران راسره پاتې نه دي
دچالاسونه په ګریوان راسره پاتې نه دي
ستادلمدوزلفوخوږه وږمه په خیال کې ساتم
خونوریادونه دباران راسره پاتې نه دي
لاردومره سخته نه ده مامخاورغلی به وم
هغه ملګري دکاروان راسره پاتې نه دي
ماخوپه ګورکې هم ډیوې دهغوی نه غوښتلې
څه وکړم ستوري داسمان راسره پاتې نه دي
یوزړه یې وو ، هغه مې هم بیرته په مینه ورکړ
امانتونه دجا نا ن راسره پاتې نه دي
پرون په سروسترګو خواږه افغانستان وژړل
څنګه به جوړشم چې ځوانان راسره پاتې نه دي

   ګل رحمن رحماني
دکوچني اخترلومړۍ ورځ
۱۳۸۹-۶-۲۱