اختریزې ټپیزې

جانان چې ګورم په خنداشې
ډک له نازونوله اداشي
خدای خودې وکړي چې زماشي
اخترچې لاړشي بیابه راشې
دادځوانۍ عمرچې تیرشي نه راځینه
=============
ماسره دوست اوقریب نشته
څه ېې کړم اوس که رقیب نشته
خدایه درنځ طبیب مې نشته
اخترزماپه نصیب نشته
له خپل جانان ځینې جدایم وبه مرمه
==============
دخویندو وروڼومبارک شه
پس له عمرونومبارک شه
دماتوزړنومبارک شه
اختردنجونومبارک شه
ووړکي دبل وطن مرغان دي لاړبه شینه 
================
دسپینې غاړې هارمې نشته
یمه ساده سینګارمې نشته
دشنوبنګړوشرنګارمې نشته
اخترخوراغی یارمې نشته
له اوښکوډکې سترګې چاته واړومه
===============
یوخواخوښي بل خواګرمي ده
دخواروزړنوتسلي ده
څه ارمانجنه زنده ګي ده
اختره یوه داسې خوشحالي ده
چې زړونه اخلي پرې دعمرپیوندونه
  یادونه: زه هم دټپیزوله مخالیفینوڅخه یم خوپرون داخترپه ورځ په سټډیوکې اوریدونکورانه دلومړي ځل لپاره ټپې وغوښتې اودغه ټپیزې مې دهغوی په خوښه ولیکلې اوتاسې یې هم ولولی .